د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي اسلام اباد کې د افغانانو نیول زیات شوي دي


کراچۍ کې مېشت افغانان خپلې پېژند پاڼې ښکاره کوي ـ انځور له ارشيفه
کراچۍ کې مېشت افغانان خپلې پېژند پاڼې ښکاره کوي ـ انځور له ارشيفه

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي په اسلام اباد کې د افغانانو نیول زیات شوي دي.

د دې شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

رووفي زیاته کړه چې که څه هم په ټول پاکستان کې د کډوالو نيول زیات شوي خو په اسلام اباد کې یې حالت "ډېر خراب" دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوليس وايي چې ۳۷۵ افغانان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په وجه په قید کې ساتلي دي او د ګرفتارۍ د عملیاتو تر بشپړیدو وروسته ټول وګړي خپل وطن ته ستنوي.

پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو تر عملياتو مخکې د استخباراتي ادارو په مرسته په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د هغو افغانانو نوملړونه (لېسټونه) تیار کړي ول چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د اسلام اباد يو پوليس افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، د نیول شویو افغانانو له ډلې څخه یې ځینې ویزې نه لري، د ځينو ویزې ختمې شوې دي او تمدید کړې یې نه دي او د ځينو نورو "اسناد مشکوک" دي.

بلخوا د پاکستان په سيند صوبه کې د افغان کډوالو يوې وکيلې منيزې کاکړې مشال راډيو ته ويلي چې په کراچۍ کې هم د افغان کډوالو د نيولو لړۍ نه ده درېدلې او څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال لا هم په زندانونو کې پراته دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او غړو په کراچۍ کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG