د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیند صوبې مشران د سېپتېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیند صوبې مشران د سېپتېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال.

پښتونخوا ملې عوامي ګوند د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په ټول هيواد او ځانګړی ډول کراچۍ کې دافغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

د سيپتمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دپښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبی مشر سليم خان ترين او نورو مشرانو وويل چې پوليس دافغان کډوالو سره دخیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نيسي او زورزیاتی ورسره کوي. ترين زیاته کړه چې دسيند حکومت لوړ پوړو سرکاري چارواکیو ته يې لیکونه استولي دي او ویلي یې دي چې په کراچۍ کې دپښتنو سره داډول چلند ورته د منلو وړ نه دی او باید دا لړۍ زرترزره ودرول شي.

تر دې وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ هم د سيپتمبر پر ۱۵مه په سيند صوبه کې د پوليسو لخوا د افغان کډوالو نيولو پرضد لاريون کړی وو. د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د لاريون ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې نیول شوي کسان زرترزره خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کراچۍ پولیس وایي چې د سيپتمبر له نهمې راهیسې یې خواوشا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي دي. هغوی ادعا وکړه چې دغو خلکو په کراچۍ کې د هستوګنې قانوني اسناد نه درلودل. د نوموړي په وينا قانوني اسناد لرونکي نه نیسي خو د هغوی پر ضد به یې کاروايي روانه وي چې د هستوګنې حق نه لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ وروسته له هغې تېزه کړل شوه چې د سيند صوبې ګورنر کامران ټیسوري د سيپتمبر پر ۱۱مه وويل چې د غيرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده. تر دې وروسته د سيپتمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وفاقي‌کچه د شوې دغې پرېکړې تاييد وکړ او زیاته یې کړه چې وېزه يا د اوسېدو نور اسناد نه لرونکي بهرني وګړي له پاکستانه وباسي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د ويبپاڼې ترمخه، په پاکستان کې ۱۴ لاکه رجسټرډ افغان کډوال اوسېږي. د دوی د ثبت شويو کارډونو موده د جون پر ۳۰مه ختمه شوې ده چې د پاکستان حکومت یې د نوي کولو په اړه څه نه وايي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې وياند قېصر افريدي مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان له حکومت سره یې د کډوالو مسایل شريک کړي دي. هغه زیاته کړه چې نړيوالو قوانينو ته په کتو باید پولیس د افغان کډوالو ځورول او نيول ودروي.

کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00
XS
SM
MD
LG