د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات په چارباغ کې ځايي چارواکو نجونې د کرکټ له سیالۍ منع کړي دي


سوات کې نجونه د څلورو ديوالونو دننه کرکټ کوي - انځور له ارشیفه
سوات کې نجونه د څلورو ديوالونو دننه کرکټ کوي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې تحصیل چيرمين او ځينو مذهبي عالمانو نجونې د کرکټ له سیالۍ منع کړي دي.

په چارباغ ميدان کې د نجونو کرکټ لوبې یو تابیا کونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له لیکولو ډډه کوله، مشال راډیو ته وویل چې د سوات ۴۵ کرکټ لوبه کوونکيو نجونو دوه لوبډلې یې جوړې کړې وې او غوښتل یې چې د اکتوبر پر لومړۍ د دواړو لوبډلو ترمینځ سیالي وکړي. خو د چارباغ تحصیل چیرمین او د دیني ډلو ځایي مشران یې پر ضد ودرېدل او د سیالۍ اجازه یې ورنکړه.

د لوبې لپاره ډير ښه ماحول وو. سړي پکې نه وو خو يو دم ګډوډي جوړه شوه او موږ منع کړل شو.
سیما غفار

په هغو لوبو کې برخه اخیستوتکی لوبغاړې عارفه عالم مشال راډیو ته وویل چې د کلي خلک، پولیس او مذهبي مشران ورپسې میدان ته ورغلل او کور ته د ستنېدو یې ورته وویل. هغې زیاته کړه: "موږ لوبه شروع کولو والا وو. موږ سره سیکوریټي هم پوره وه. د پولیسو مرستې راسره وې خو دغه دوران کې یو ملا او د چارباغ مییر (تحصیل چیرمین) راغلل. زموږ دا امید نه وو. موږ ویل میچ به وکړو خو ونه شو."

پاکستان د ښځو کرکټ ملي‌لوبډله لري خو په پښتنو سیمو کې ډېرې نجونې کرکت نه کوي. البته یوشمېر نجونه ورسره مينه لري او په سیمه ایزو او نړیوالو کرکټ سیالیو کې برخه اخلي.

د سوات په تعلیمي ادارو کې په زده کړو بوختې ځینې نجونه هم د کرکټ سره مینه لري او غواړي چې د هلکانو په شان دوی هم لوبې وکړای شي. سیما غفار هم له دغسې نجونو ده. هغه د سیدو شریف په کالج کې د زده کړو ترڅنګ کرکټ کوي. نوموړی هم په هغو نجونو کې وه چې د اتوار (یکشنې) پر ورځ یې سیالي لرله خو ستنه کړل شوه.

د پاکستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې
د پاکستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې

سیما مشال راډیو ته وویل: "د میچ ښه انتظام شوی وو. ډير ښه ماحول وو. سړو ته پکې اجازت نه وو خو الغو تلغو پکې جوړ شو. موږ ډېر زيات خفه شو او له هغه ځايه ډير نا اميده راغلو."

د چارباغ تحصیل چیرمین ثناالله خان مني چې نجونه یې له کرکټه منع کړې دي. هغه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د ټولنیزو رسنیو له لارې ورته مالومه شوه چې هلته د کرکټ سیالي کېږي. خو هغه ادعا وکړه چې انجونې یې په زور نه بلکې د امنیت خطر ته په کتو له سیالۍ کولو منع کړې.

ثناالله خان زیاته کړه: "داسې څه مسله نه وه چې له هغې شر جوړ شوی وای. د خلکو اعتراض وو او پکار هم ده چې په داسې پرانیستي ځای کې د سکول نجونې لوبې ونکړي. دا خو ډېره بل شان خبره ده. پکار ده چې دوی په سکول کې دننه لوبې وکړي."

XS
SM
MD
LG