د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو کرکټ نړیوال جام: انګلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړه


د پاکستانۍ لوبډلې فاطمه ثنا له اوټ کېدو وروسته
د پاکستانۍ لوبډلې فاطمه ثنا له اوټ کېدو وروسته

په نيوزيلېنډ کې د ښځو نړيوال کرکټ جام ۵۰ اووریزو سياليو لړ کې د مارچ په ۲۴مه انګلېنډ پاکستان ته په نهو وکټونو ماتې ورکړه.

پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ۴۲م اوور کې يې ټول لوبغاړي تر ۱۰۵ منډو جوړولو وروسته اوټ شول.

په ځواب کې یې انګلېنډ په ۲۰م اوور کې يوازې د يوې لوبغاړې په سوځېدو هدف تر لاسه کړ او لوبه يې وګټل. په نيوزيلېنډ کې روان دې نړيوال جام کې اته لوبډلې برخه اخلي او پايلوبه به يې د اپريل پر درېيمه نېټه کېږي. تر دې دمه په پوايڼتس ټېبل کې اسټراليا لومړی او پاکستان وروستی ځای لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG