د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالر مرسته کړې


د افغانستان په خوست ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ټرکونه - انځور له ارشیفه
د افغانستان په خوست ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ټرکونه - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ چارو دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا له افغانستان سره څه باندې پینځه میلیونه امریکایي ډالره بشري مرسته کړې ده.

اوچا د اکتوبر پر لومړۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د اسټرالیا د مرستو مننه کوي. دفتر زیاته کړې چې هغه پیسې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورنې پرفعالیتونو لګوي.

په افغانستان کې طالبانو په واک کې تر راتللو وروسته د دې هېواد ولس بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د ضرورتمندو خلکو شمېر ورځ په ورځ ځکه زیاتيږي چې د طالبانو تر حکومت لاندې روزګارونه کم او اقتصاد خراب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویه اداره ده. هغې ادارې د سیپتمبر پر ۱۷مه ویلي ول چې د ژمي لپاره د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لري.

د سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی او د اړو خلکو شمیر زیات شوی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی وو چې د بودېجې نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د دوی د مرستو رسولو کارونه له دې وجې هم ټکني شوي دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو د کار بندیز لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG