د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو اېف پي وايي افغانستان کې مرستو لپاره يو ارب ډالرو ته اړتيا ده


د کابل ښار يوه څنډه - انځور له ارشیفه
د کابل ښار يوه څنډه - انځور له ارشیفه

د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) یو ځل بیا افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولی دا هېواد یوازې پریږدي.

ډبلیو اېف پي د سیپتمبر پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ژمي لپاره د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لري. د سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی او د ضرورتمندو خلکو شمیر زیات شوی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی وو چې د بودېجې نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG