د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر چارواکي د سېلاب ځپلو ښوونځيو د بیارغونې چارې پیلوي


د خیبر په تیرا میدان کې یو کس له ړنګ شوي سکول سره نېږدې روان دی - پخوانی انځور.
د خیبر په تیرا میدان کې یو کس له ړنګ شوي سکول سره نېږدې روان دی - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې چارواکي وايي چې د هغو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیلوي چې د ۲۰۲۲ز کال په سېلابونو کې زیانمن شوي ول.

د ضلعې د تعلیم محکمې مرستیال مشر شاهد خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د ښوونځيو د بیارغونې لپاره د کلیوالو سيمو د پرمختيايي چارو د ملاتړ ادارې (سرحد رورل سپورټ پروګرام) د مالي مرستو پلان ته حتمي یا وروستی شکل ورکوي.

هغه زیاته کړه چې د دې پلان له مخې به پر هر زیانمن شوي ښوونځي له ۱۲ څخه ۱۳ لکه روپۍ لګوي او پیسې به د میندو، پلرونو او استادانو ګډې شورا (پیرېنټس، ټيچرز کونسل) په لاس وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه چې دا پیسې به په مختلفو پړاوونو کې استعمالېږي او په لومړۍ سر کې به یې د ۲۰ ښوونځيو لپاره ورکوي.

شاهد خان وويل چې د دې ترڅنګ د هغو سکولونو د بحالۍ پر پروګرام هم کار روان دی چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال زیانمن شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG