د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې ضد احتجاج وکړ


ارباب غلام کاسی په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان مشر وو - پخوانی انځور.
ارباب غلام کاسی په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان مشر وو - پخوانی انځور.

عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان په پښتون میشته سیمه چمن کې د ارباب غلام کاسي د وژنې او په پاکستان کې د افغانانو نیولو ضد احتجاج کړی دی.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه، مظاهرینو تر لاریون وروسته جلسه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د کاسي د وژنې په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ کړي او د افغانانو د نیولو لړۍ دې ودوري.

دا له هغې وروسته ده چې د بلوچستان په کچلاک کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي، ارباب غلام کاسي ایډوکېټ مړی تېره ورځ وموندل شو. د سېپټمبر پر ۱۹مه، د کچلاک (کچلاغ) پولیسو مشال راډيو ته وویل چې کاسی پر سر، یو ډز ويشتل شوی وو. پولیس وايي تر اوسه روښانه نه ده چې د هغه د وژنې تر شا څه دي؟

د بلوچستان ګورنر د ارباب کاسي د وژنې د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه منلې ده خو تر دې دمه په دغه اړه څه عملي ګامونه نه دي اخستل شوي. له دغې وروسته عوامي نیشنل ګوند په صوبه کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی او په دې ترڅ کې به بله ولسي غونډه د سېپټېمبر پر ۲۵مه په کلا سیف الله کې کېږي.

د چمن په جلسه او لاریون کې د عوامي نېشنل ګوند ګڼو غړو او مشرانو برخه لرله.

جلسې ته زیاتره وینا کونکو په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې د افغانانو سره د ناسم چلند په سختو ټکو کې غندنه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې نیول شوي افغانان دې خوشې کړي.

جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغرخان اڅکزي وویل چې د پاکستان د حکومت لخوا د افغانانو د ویستلو پرېکړه ورته د منلو نه ده.

هغه وویل: ''پاکستانه! افغانان د خوشالۍ نه دلته نه دي راغلی، دوی د درپدرۍ له وجې دلته راغلي دي. زما افغانان مه ځوروه. دا مسلمانان مه ځوروه.''

تر دې وړاندې پښتونخوا ملې عوامي ګوند په کراچۍ کې د سېپټمبر پر ۱۹ مه د خبري غونډې له لارې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې په ټول هېواد او ځانګړی ډول کراچۍ کې دافغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

تر هغې مخکې پښتون ژغورنې غورځنګ هم د سيپټمبر پر ۱۵مه په سيند صوبه کې د پوليسو لخوا د افغان کډوالو نيولو پرضد لاريون کړی وو. د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د لاريون ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې نیول شوي کسان زرترزره خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کراچۍ پولیس وایي چې د سيپټمبر له نهمې راهیسې یې خواوشا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي دي. هغوی ادعا وکړه چې دغو خلکو په کراچۍ کې د هستوګنې قانوني اسناد نه درلودل. د نوموړي په وينا قانوني اسناد لرونکي نه نیسي خو د هغوی پر ضد به یې کاروايي روانه وي چې د هستوګنې حق نه لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ وروسته له هغې تېزه کړل شوه چې د سيند صوبې ګورنر کامران ټیسوري د سېپټمبر پر ۱۱مه وويل چې د غيرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده. تر دې وروسته د سيپټمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وفاقي‌کچه د شوې دغې پرېکړې تاييد وکړ او زیاته یې کړه چې وېزه يا د اوسېدو نور اسناد نه لرونکي بهرني وګړي له پاکستانه وباسي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG