د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو شمېر تر ۵۰۰ لوړ شوی دی


کراچۍ کې پولیسو د سېپټېمبر له نهمې راهیسې د افغانانو نیول پیل کړي دي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
کراچۍ کې پولیسو د سېپټېمبر له نهمې راهیسې د افغانانو نیول پیل کړي دي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

د کراچۍ پولیس وايي چې د سېپټېمبر له نهمې راهیسې یې د هغه ښار په اتو ولسوالیو کې ۵۴۵ افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي.

پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره شمېرې شریکې کړې دي چې له مخې یې د کراچۍ په "ختیزه ضلع کې ۱۵۴، په ملیر کې ۹۷، په کورنګۍ کې ۹۰، په مرکزي ضلع کې ۷۵ او په کېماړۍ کې ۵۶" افغانان نیول شوي دي. د پولیسو ارقام ښيي چې پاتې افغانان په درو نورو ضلعو کې ګرفتار شوي دي.

خو په کراچۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت عمومي قونسل عبدالجبار وايي چې په هغه ښار کې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د نیول شویو افغانانو شمېر تر ۶۰۰ زیات دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کراچۍ کې افغانان په ناقانونه ډول نیول کېږي او ځورول کېږي چې په وینا یې دا کار باید ودرېږي.

عبدالجبار زیاتوي چې د پاکستان حکومت او په کابل کې یې د طالبانو چارواکي له دې خبر کړي دي او په دې اړه یې د سیند ګورنر، اعلاوزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته لیکونه هم استولي دي.

کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د سیند ګورنر کامران ټېسوري او د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د سېپټېمبر پر ۱۱مه خبریالانو ته وویل چې لنډمهالي وفاقي حکومت د هغو افغانانو هېواد ته د لېږدولو پرېکړه کړې ده چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پولیسو په وینا، د همدې پرېکړې پر اساس یې تازه ګرفتارۍ پیل کړې دي.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو وکیله منیزه کاکړه وايي چې پولیسو تر اوسه شاوخوا ۳۵۰ افغانان عدالتونو ته وړاندې کړي دي چې ورڅخه یې تر ۱۰۰ پورې په ضمانت خوشې کړي او یا یې هم عدالت د مقدمو ختمولو امر کړی دی.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا دعوه تکرار کړه چې په کراچۍ کې په ګرفتارو شویو افغانانو کې یې ۷۰ فیصده د مهاجرت یا کډوالۍ کارډونه یا نور قانوني اسناد لري.

یوشمېر افغانانو هم مشال راډیو ته ویلي دي چې پولیس قانوني اسناد لرونکي هم نیسي.

د سهراب ګوټ اوسېدونکی جلال خان وايي چې پولیس د کډوالۍ کارډونه لرونکي افغانان هم نیسي چې ورڅخه یې ځینې بیا تر پیسو اخیستو وروسته پرېږدي.

خو پولیسو دا تور په بیا بیا رد کړی دی او وايي، یوازې هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) په وینا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال اوسي چې د زیاترو د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې ده.

خو د پاکستان وفاقي حکومت تر دې مخکې د جون پر ۲۰مه په بیان کې اړوندو ادارو او چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې تر بل امر پورې دې افغانان نه نیسي.

په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار وياند قيصر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته ویلي ول چې افغان کډوالو د کارډونو مودې غځولو په اړه یې د پاکستانیو چارواکو سره خبرې روانې دي خو تر اوسه څه فيصله نه ده شوې.

په کراچۍ کې د تېر کال جون راهیسې نېږدې ۳۰۰۰ افغانان پولیسو نیول ول چې ځینې یې د څو میاشتو بند تېرو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. د دې تر څنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG