د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند هندوانو او عیسیانو د خپلو تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې


په کراچۍ کې د عیسایانو مظاهر - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې د عیسایانو مظاهر - انځور له ارشیفه

د سیند صوبې هندوانو او عیسایانو په کراچۍ کې د مظاهرې په کولو سره پر حکومت غږ کړی چې د دوی تښتول شوي نجونې، هلکان او ماشومان دې له تښتوونکو خوشې کړي.

مظاهره چيان د سیپتمپر پر درېيمه د کراچۍ تين تلوار چوک ته ورغلي وو او د خپلو کسانو د خوشې کولو دغوښتنې پوره کېدو لپاره يې د احتجاج‌ په توګه ځينې لارې هم بندې کړې. دوی ويل چې د سيند صوبې په کچې سیمې کې لس هندوان او عیسایان تښتول شوي چې ډاکټران هم پکې شامل دي. د احتجاج کوونکو په وينا تښتونکي کروړونه روپۍ غواړي.

د تښتول شوي مکي جګدیش ورېرې ډاکټر نرګش کماري مشال راډيو ته وويل چې د هغې بوډا تره یې د پیسو لپاره تښتولی دی. "دلته د خلکو د تښتوونې پېښې ډېرې زیاتې شوې دي. تښتوونکي بیا بيخي ډيرې روپۍ هم غواړي. زما د ډير عمر تره یې تښتولی دی. حکومت هېڅ نه کوي."

مظاهره چيانو د ناامنۍ خلاف شعارونه ورکول. دوی په پاکستان کې د لږکيو خوندي ساتلو غوښتنه تکراروله او پر حکومت یې د پرېکنده ګامونو اخیستو غږ کاوه. د احتجاج په وخت د مظاهرې يو ګډونوال ډاکټر وېنیش ويجي مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د تښتونو لړۍ ودروي.

هغه زیاته کړه: "د صوبې په کشمور سیمه کې له ډېر وخت راهیسې خلک د پیسو لپاره تښتوي. دا ځل نیږدې ۲۰ کسان په يو ځل تښتول شوي چې هندوان، عیسايان او مسلمانان پکې شامل دي."

د سیند کورنيوو چارو نګران وزیر بریګېډیر ریټایرډ حارث نواز د احتجاج کوونکيو سره مذاکرات وکړل. هغه ادعا وکړه چې د سيپتمبر پر درېيمه یې په کچې سیمې کې د عملياتو په وخت، له تښتوونکو ۲ هندوان خوشې کړي دي. هغه زیاته کړه چې نور تښتوونکي به هم ژر خوشې شي.

دسيند په کچې سېمه کې د غلو لخوا د هندوانو او عېسايانو د تښتونې دا لومړۍ پېښې نه دي. تر دې وړاندې په ياده سيمه کې څو ځله د پښتنو کاروبار کوونکيو د تښتونې پېښې هم مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG