د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: هندوان وایي هند ته د یو سیندۍ مېرمنې تر تګ وروسته ورته ګواښونه زیات شوي


سیما جکراني په ورستیو کې هند ته تللی او هلته تر دین بدلولو وروسته یې د یو هندو ځوان سره واده کړی ـ انځور له ارشیفه.
سیما جکراني په ورستیو کې هند ته تللی او هلته تر دین بدلولو وروسته یې د یو هندو ځوان سره واده کړی ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان په سیند صوبه کې میشت هندوان وایي د سیما جکرانۍ په نامه د یوې مېرمنې له سیند څخه هند ته تلو ځینې مذهبي ډلې غصه کړې دي او اوس دوی ته ګواښونه کوي.

سیما جکرانۍ هغه مسلمانه مېرمن ده چې په دې ورستیو کې هند ته تللې او هلته تر دین بدلولو وروسته یې له یو هندو ځوان سره واده کړی دی.

په سیند کې د هندوانو د ټولنې یو مشر ویجې کمار د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې ګواښونه ورته کېږي چې که هغه سیندۍ مېرمن واپس نه کړل شوه نو دلته په پاکستان کې به د هندوانو کورنۍ او عبادت ځایونه په نخښه کړل شي.

ده وویل، ''کوم بیانونه چې راروان دي، زموږ هندوان یې اندېښمن کړي دي. په هغوی کې وېره خوره شوې ده. اوس موږ زیات له کورونو نه وځو، د کار لپاره هم ډېر کم ښارونو ته مخه کوو. په همدې توګه مندرونو ته هم د خلکو ورتګ کم شوی."

ویجې کمار زیاته کړه چې دوی ځکه اندېښمن دي چې د دړکو ویډیوګانې خپرېږي او د ده په وینا، له دې څخه نور خلک هم ترې استفاده کولای شي.

یوه مسلمانه ښځه هند ته لاړه، واده یې وکړ نو په دې د پاکستان میشتو هندوانو قصور نشته
کپیل داس

د سيند د جيکب اباد ضلعې اوسيدونکي او هندو ټولنې يو مشر کپل داس مشال راډيو ته وويل چې حکومت یې د خوندیتوب لپاره په مندرونو او نورو ځایونو کې پولیس ځای پر ځای کړي خو بیا هم هغوی په وېره کې دي.

هغه زیاته کړه ''هر چا ته دا حق شته چې هر مذهب خپل کړي. یوه مسلمانه ښځه هند ته لاړه او هلته یې د خپلې خوښې واده وکړ نو په دې کې په پاکستان کې د میشتو هندوانو څه قصور نشته."

سیما جکرانۍ څوکه وه؟

د پاکستانیو او هندي رسنیو په وینا، سیما د پاکستان په سیند صوبه کې د مېشتې جکرانۍ قبیلې ده او د څلورو بچیو مور ده.

نوموړې په انلاین ګیم (پبجي) کې د هند له یو ځوان سره اړیکه پیدا کړه او بیا پر یو بل مین شول. سیما په ورستیو کې له خپلو بچیو سره هند ته لاړه او له خپل مین سره یې واده وکړ.

د سیما پاکستانی مېړه څه وایي؟

د کراچۍ په ملیر تاڼه کې د سیما جکرانۍ مېړه غلام حیدر پولیسو ته در خواست ورکړی چې "د سیما جکرانۍ په نامه د هغه ښځه له خپلو څلورو بچیو سره ورکه شوې ده، هند ته تللې او هلته یې له یو هندو هلک سره واده کړی دی."

پولیس وایي غلام حیدر د سیند د جیکب اباد دی خو په ۲۰۱۴ز کال کې تر واده وروسته د کراچۍ ګلستان جوهر ته کډه شوی وو. د هغه کورنۍ هلته له خپل خسر سره اوسېده خو حیدر د کار لپاره سعودي عرب ته تللی وو.

پېښه او ټولنیزې رسنۍ:

پر ټولنیزو رسنیو هند ته د سیما جکرانۍ د تلو خبر تر خپریدو وروسته د سیند صوبې د مشهورو غلو ''کچې غلو'' او ځینې نورو خلکو پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې "د سیما بدله به په سیند کې له میشتو هندوانو نجونو څخه اخلي."

د سیند صوبې د پولیس افسر جاوید جسکاني مشال راډیو ته وویل چې د کچې د غلو ویډیو تر کتنې وروسته یې د هندوانو د امنیت لپاره ګامونه اخیستي دي او د هغوی په سیمو او عبادت ځایونو کې یې پولیس سرتیري زیات کړي دي.

د یوې مسلمانې ښځې هند ته تلل او هندو دین منل ډېرې پوښتنې پیدا کوي. 
علامه راشد سومرو

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د هندو ټولنې استازي کیل داس کوهستاني د جولای پر ۱۳مه د کورنیو چارو له وفاقي وزیر رانا ثنا الله سره کتلي او هندوانو د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

کیل داس د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د لږکیو په ګډون ټولو خلکو ته تحفظ ورکول د حکومت ذمه واري ده او رانا ثنا الله ورته د هندوانو د سرساتنې باور ورکړی دی.

د دیني او مذهبي ډلې دریځ:

په سیند صوبه کې نفوذ لرونکی مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام وایي چې د سیما جکراني د پېښې څېړنه دې وشي.

د ګوند د سیند صوبې مشر علامه راشد محمود سومرو د جولای پر ۱۲ مه په یو بیان کې ویلي چې د دې پلټنې دې وشي چې سیما جکراني په څه طریقه له څلورو بچیو سره لومړی دوبۍ بیا نیپال او بیا هند ته ورسیده او څنګه یې ویزې او نور سفري اسناد واخیستل؟

د سیند حکومت دریځ:

د سيند حکومت داطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن د جو لای پر ۱۴مه د مشال راډيو په پوښتنه راستولي بيان کې ويلي چې په سيند کې ټولو اقليتونو ته امنیت دی او کومې مذهبي ډلې يا د کچې غلو ته هیڅوک دا اجازه نشي ورکولای چې مذهبي لږکي وګواښي. هغه زیاته کړه چې د ګواښ کوونکو پرضد سخت ګامونه اخلي.

په سیند صوبه کې ګڼ هندوان، سیکان او نور لږکي له مودو راهیسې ژوند کوي. د تېرو یوشمېر کلونو راهیسې هلته هندوان شکایت کوي چې جونه یې تر تښتونی وروسته په زور دین بدلولو ته مجبوریږي.

XS
SM
MD
LG