د لاسرسي ځای

تازه خبر

ساحل: په تیرو شپږو میاشتو کې هره ورځ ۱۲ ماشومان د جنسي زیاتي ښکار شوي


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري پېښو ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري پېښو ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري او تشدد خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکی سازمان ساحل وایي، د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې هر ورځ اوسطا ۱۲ ماشومان د جنسي زیاتي ښکار شوي دي.

یاد سازمان په تازه خپاره کړي رپورټ کې ویلي، په هغې موده کې پر۲۲۲۷ ماشومانو جنسي زیاتی شوی دی او د تېر پرتله زیات دی ځکه چې تېر کال دا شمیره ۲۲۱۱ ول.

د رپورټ ترمخه په هغې موده کې ۱۰۲۰ هلکان او ۱۲۰۷ نجونه د جنسي تشدد ښکار شوي دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکی عمران ټکر وایي چې په ټوله نړۍ کې دا ډول کیسونه کېږي خو فرق یې دا دی چې هلته رياستي ادارې او ټولنه سمدستي د هغې عمل پرضد کارروایي پيلوي او اغیزمنې کورنۍ ته انصاف ورکوي خو د بده مرغه دلته نه ادارې او نه ټولنه د دې ستونزو د حل لپاره سنجیده کار کوي.

هغه وویل '' چې دلته پېښه وشي و اول خو رپورټ نه درج کېږي چې رپورټ درج شي نو بيا سړې نه ګرفتاريږي،چې ګرفتار شي نو بيا پلټنې کېږي، بيا عدالت کې مقدمه په کلونو کلونو روانه وي او لا فيصله نه وي شوې چې مشران راغونډ شي او روغه جوړه وکړي، په دې وجه موږ هميشه دا وايو چې د ماشومانو سره دزياتي کيس کې زمونږ نظام او ادارې په رسپانس کښې او د انصاف ترلاسه کولو کې ناکامه شوي دي.''

د ساحل د رپورټ ترمخه ۵۴ سلنه جینکۍ او ۴۶ سلنه د تشدد ښکار شویو هغو ماشومانو عمرونه له پینځو تر ۱۶ کالو پورې وي.

دا شمیره ښیې چې پر ماشومانو په جنسي تېری کونکو کې زیاتره هغه کسان ککړ دي چې د اغیزمنو خلکو خپلوان او یا پيژندګلوي والا دي.

په پېښور پوهنتون کې د نفسیاتو څانګې ښوونکې لیلا اکرم وایي، ځینې هغه کسان چې په ماشوموالي کې ورباندې جنسي تشدد شوی وي، په لوی عمر کې په نورو ماشومانو جنسي تشدد کوي.

هغې وویل ''ماشومان په اسانه د خپلو خپلوانو لاسونو ته ورځي. بل هغه کسان دا عمل کوي چې یو قسم بیمارۍ باندې اخته وي. هغې بیمارۍ ته پیدوفایل وایو. په هغې ناروغۍ اخته کسان په ماشومانو جنسي تشدد کوي.''

د ساحل د رپورټ ترمخه تر ټولو زيات ۷۴ سلنه کیسونه په پنجاب کې شوي دي. دا راز اووه سلنه په اسلام اباد، درې سلنه په خیبر پښتونخوا، ۱۴سلنه په سیند او دوه سلنه په بلوچستان، ګلګت بلتستان او د پاکستان انتظام لاندې کشمیر کې شوي دي.

د پاکستان حکومت ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د ماشومانو د خوندي ساتلو او ددوی پر ضد د زور زياتي کيسونو مخنيوي لپاره قانون سازي کړې چې ترمخه یې په جنسي تیري کې ککړ تن ته عمر قيد سزا ورکول کېږي. دا راز پولیس د دې پابند کړل شوي چې د ماشوم د مور او پلار په شکایت په دوو ساعتونو کې دننه رپورټ ولیکي.

XS
SM
MD
LG