د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسرت هلالي: عدالتونه دې د طلاق سند ورکولو پرځای د کورنيو يوځای کولو ته لومړيتوب ورکړي


د پېښور های کورټ چیف جسټس یا مشره قاضیه مسرت هلالي په مینګوره کې د وکیلانو غونډې ته وینا کوي: انځور جون ۳، کال ۲۰۲۳
د پېښور های کورټ چیف جسټس یا مشره قاضیه مسرت هلالي په مینګوره کې د وکیلانو غونډې ته وینا کوي: انځور جون ۳، کال ۲۰۲۳

د پېښور های کورټ چیف جسټس یا مشره قاضیه وايي، عدالتونه دې خلکو له په ګړندي ډول او په کم وخت کې پرېکړې واوروي او انصاف دې ورکړي.

مسرت هلالي دا څرګندونې د جون پر درېیمه، په مینګوره کې، له ځايي وکیلانو څخه د سګوند اخیستو پرمهال وکړې. هغې وړاندې وویل، د کوم عدالت نه چې خلک شکایتونه ولري، مسوول به یې د ضلعي عدالت مشرقاضي وګڼل شي.

هغې دا هم وویل چې کله د ښځې او خاوند ترمنځ شخړه وي او خبره عدالت ته لاړه شي نو قاضیان دې د هغوی ترمنځ سوله وکړي او خبره دې د طلاق لوري ته نه بیايي.

مسرت هلالي وايي، عدالتونه دې کورنۍ دبیلتون پر ځای پیوستون ته تشویقې کړي.
مسرت هلالي وايي، عدالتونه دې کورنۍ دبیلتون پر ځای پیوستون ته تشویقې کړي.

هغې وویل: «چې کوم قاضي د ښځې او خاوند ترمنځ سوله وکړي او د هغوی کور له ماتېدو نه وژغوري نو هغه ته به دوه امتیازه ورکړل شي او که کوم یو فیصله د طلاق لوري ته بوتله نو د هغه قاضي به یو امتیاز کټ کېږي.»

نوموړې وویل، قاضیان دې خلک د کورونو بچ کولو ته تشویق کړي، که ممکنه وي د کورنیو د ماتولو مخه دې ونیسي. هغې وویل، عدالتونه یوازې د دې لپاره نه دي چې پر خلکو دې د طلاق سندونه ووېشي.

خو بل پلو، د مېرمنو د حقونو د ټولنې عورت فاونډېشن مشرې صایمې منیر مشال راډیو ته وویل، خلک ځکه عدالتونو ته ورځي چې په کور کې پرېکړه نه شي کولی. هغه وايي، «زه د مسرت هلالي د دې څرګندونو غندنه کوم ځکه چې ځینې وخت خبره د جوړېدو نه وي، د ښځې مسله بې له طلاقه نه هوارېږي، د هغې اخري تمه له عدالت نه وي، په داسې کې که عدالت هم د طلاق مخه نیسي نو دا یوه غلطه خبره ده.»

مېرمن مسرت هلالي همدا رنګه د خیبر پښتونخوا د زندانونو پر وضعیت هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغې پخپله له دغو زندانونو څخه لیدنه کړې او لیدلې یې دي چې هلته پر قیدیانو تشدد کېږی، په زیاتره جیلونو کې د څښلو پاکې اوبه هم نشته. هغې د پولیسو په کارکردګۍ هم ټکونه وکړل او زیاته یې کړه چې دغه ټولې مسلې یې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG