د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند های کورټ د پي ټي اېم کراچۍ مشر په ګډون د ۱۱ غړيو د خوشې کولو امر کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین په کراچۍ کې يوې غونډې ته وينا کوي. (انځور: ارشیف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین په کراچۍ کې يوې غونډې ته وينا کوي. (انځور: ارشیف)

سيند های کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ مشر نور الله ترين په ګډون د هغه غورځنګ د ۱۱ غړيو د خوشي کولو امر کړی دی.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شويو غړیو وکيل صلاح الدين ګنډاپور د جولای پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې عدالت د پوليسو امر غيرقانوني ګرځولی او د ټولو کسانو د خوشي کولو امر يې کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور غړي د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو د يوې مسلې په اړه غوښتي ول او له هغه ځایه یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي ول.

هغه وخت د کراچۍ د يادې سيمي پوليسو د دې خبر تاييد نه وو کړی او د غورځنګ د دې غړو له نیولو یې انکار کړی وو.

خو د جولای پر ۱۸مه د سيند حکومت د کورنيو چارو څانګې په خپل يو امر کې ويلي وو چې نور الله ترين او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور کسان يې د يوې مياشتې لپاره د قانون په " ۳ ايم پي او" دفعه کې نیولي او د جېکب اباد زندان ته يې استولي دي.

د سيند حکومت لخوا په خپور شوي امر کې ويل شوي وو چې دې کسانو د ښار په سهراب ګوټ سيمه کې د حالاتو د خرابولو هڅه کړې وه چې په اړه يې د دوی په وینا، پوليسو اقدام وکړ او هغوي یې ونيول.

بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ تر " ۳ ایم پي‌ او " لاندې د خپلو غړو د نیول کېدو پرضد سیند های کورټ ته تللي او درخواست یې جمع کړی وو.

د غورځنګ د کراچۍ ویاند رويد الله د جولای پر ۳۱ مه مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکو دوه ورځو کې به نور الله ترين او ورسره نور ملګري د جيکب اباد له زندانه راخوشې شي.


دا په داسي حال کې ده چې د سيند د کورنیو چارو محکمې امر کړی وو چې نور الله ترين او ورسره نیول شوي نور کسان دې د اګست تر ۱۶مې د جيکب اباد په زندان کې وساتل شي.

خو ايډوکېټ صلاح الدين ګنډاپور وايي چې حکومت څوک هم په " ۳ ايم پي او " کې تر درو میاشتو بندي کولای شي خو د دې وجه به په ډاګه کوي.

ده وویل، "په بنيادي توګه حکومت ياد قانون د مخالفو سياسي پلويانو يا بشري حقونو فعالانو پرضد کاروي او پر سياسي پلويانو چې کوم تورونه لګول کېږي، پوليس يې په ثبت کولو کې پاتي راځي ،نو ځکه دا رنګ په زياتره قضیو کې عدالت بيا د پوليسو امر غيرقانوني ګرځوي."

په کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې له دې وړاندې هم څو ځله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي د پوليسو لخوا په دې ډول نيول شوي دي.

د غورځنګ مشران وايي چې د حکومت دا ټولې کړنې غیرقانوني دي او دوی به د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ خلاف، د امن او د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG