د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نګرانې کابینې د خپلو دندو سوګند وکړ


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پېښور په ګورنر هاوس کې په نوې کابینه کې له شاملو ټولو غړو سوګند واخیست. 
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پېښور په ګورنر هاوس کې په نوې کابینه کې له شاملو ټولو غړو سوګند واخیست. 

د خيبر پښتونخوا د ۱۲ کسیزې نګرانې کابینې نهو غړو د اګست پر ۱۹مه د خپلو څوکیو سوګند پورته کړ.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پېښور په ګورنر هاوس کې په نوې کابینه کې له شاملو نهو غړو سوګند واخیست. د پاتې غړو د سوګند اخیستو نېټې په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر اعظم خان د اګست پر ۱۸مه د کابینې د غړو نومونه د منظورۍ لپاره ګورنر ته لېږلي او هغه ورباندې لاسلیک کړی وو.

د خیبر پښتوخوا په دې نوې نګرانه کابینه کې نهه وزیران، دوه مشیران او یو ځانګړی سلا کار شامل دی.

د ګورنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابينه کې سيد مسعود شاه ،فيروز جمال شاه، جسټس (ر) ارشاد قيصر ،احمد رسول بنګش، اصف رفيق ،ډاکټر نجيب الله ، ډاکټر محمد قاسم ، جسټس (ر) ارشاد حسين شاه، سيد عامر عبدالله، ډاکټر رياض انور او ډاکټر سرفراز علي شاه شامل دي.

ایا د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ به شفافې ټاکنې وکړای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:46 0:00

دا په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت تر ړنګېدو وروسته دویمه نګرانه کابینه ده چې په کار پیل کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا تېرې نګرانې کابینې ۱۹ غړو د اګست پر ۱۰مه له هغه وروسته له خپلو دندو استعغا ورکړې وه چې د انتخاباتو کمېشن پرې اعتراض کړی وو.

د انتخاباتو کمېشن نګران اعلا وزیر اعظم خان ته په یو لیک کې کښلي وو چې له خپلې کابینې څخه هغه ټول کسان لري کړي چې په سیاسي ګوندونو پورې تړاو لري.

د خیبر پښتونخوا په هغه کابینه کې ټول ۲۷ غړو وو چې شپږو یې د اګست پر ۱۱مه له خپلو دندو لاس پرسر شوي وو.

تر هغه وړاندې د کابینې یو بل غړي شاهد خټک د جولايي پر ۲۳مه د عوامي نېشنل ګوند په یو غونډه کې تر ګډون او وینا کړې وه او د انتخاباتو کمېشن پرې کلک اعتراض کړی وو.

شاهد خټک تر هغه یوه ورځ وروسته د جولای پر ۲۴مه ویلي وو چې د خپلو شخصي وجوهات پر اساس له دندې استعغا ورکوي.

په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولاي پر ۲۵مه ترسره شوي وو چې په نتیجه کې یې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند واک ترلاسه کړی وو.

تحریک انصاف په مرکز او خیبر پښتونخوا کې واکمن وو خو په پنجاب کې یې له مسلم لیګ ق سره ایتلافي حکومت درلود.

د ۲۰۲۱م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه چې په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد له لارې عمران خان د وزیراعظم له چوکۍ لرې کړل شو نو ورسره یې مرکزي حکومت هم ړنګ شو.

تحریک انصاف تر هغه وروسته په ملک کې تر وخت وړاندې انتخاباتو لپاره پراخ احتجاجونه پیل کړل او هم یې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلیو ماتولو ګواښ وکړ.

تر هغه وروسته د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک کولو پرته ړنګه شوې وه.

تحریک انصاف بیا د جنورۍ پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا صوبايي‌ اسمبلۍ د دې لپاره ماته کړې وه چې پر وفاقي حکومت تر وخت وړاندې انتخاباتو کولو لپاره فشار واچوي.

خو وفاقي حکومت تر وخت وړاندې انتخابات رد کړل او په هغو دواړو صوبو کې یې نګران حکومتونه جاري وساتل.

XS
SM
MD
LG