د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پولیو واکسیني ډلې ساتونکي دوه پوليسان وژل شوي دي


په کوټه ښار کې پوليس سرتېري د پوليو واکسيني ډلې ساتنه کوي ــ انځور له ارشيفه
په کوټه ښار کې پوليس سرتېري د پوليو واکسيني ډلې ساتنه کوي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په مرکز کوټه کي د پولیو د واکسيني ډلې پر ساتونکو په بريد کې دوه پوليس سرتېري وژل شوي دي.

د نوي کلي د زرغون اباد تاڼې مشر اصف مروت په وينا، پېښه نن (د اګست پر لومړۍ نېټه) د کوټې په نوي کلي سيمه کې هغه وخت وشوه کله چې روغتيايي کارکوونکو ماشومانو ته د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول.

نوموړي مشال راډيو ته زياته کړه چې د ډزو پر مهال روغتيايي کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

د مروت په وينا، د اګست له لومړۍ نېټې د کوټې په ګډون د بلوچستان په ۳۵ ضلعو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسيني کمپاين پیل شوی چې اووه ورځې به روان وي او د هغې صوبې تر پینځو کلونو کم عمر لرونکو ۲۵ لکو ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د پولیو روغتیايي ډلو او د هغوی پر ساتونکو حملې شوې دي.

د مې پر ۳۱مه د شمالي وزيرستان په سپينوام کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې يو سرتېری وژل شوی وو.

د مې پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG