د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د عاشورې مراسم پای ته ورسېدل


نن (د جولای پر ۲۹مه) په پاکستان کې د عاشورې ماتمي جلوسونه په سختو امنيتي تدابيرو کې ترسره شول.

د خیبر پښتونخوا حکومت، په کواټ کې د عاشورې جلسونو د امنیت لپاره د پوځ او اېف سي سرتیري ځای په ځای کړي وو.

د پاکستان صوبایي حکومتونو، ځینې سیمې حساسې ګرځولې وې او موبايل ټیليفونونو خدمات یې پکې د لنډ مهال لپاره تړلي وو.

د کواټ د پوليسو مشر فرحان خان د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دا کار د جلوسونو د خوندیتوب لپاره کړی. هغه وویل، د پوځي او نیمه پوځي سرتېرو ترڅنګ پولیس هم د جلوسونو ساتنه کوي.

د کواټ ډپټي کمېشنر ډاکټر عظمت الله وزیر نن (د جولای پر ۲۹مه) مشال راډیو ته وویل چې په کورمه کې د دوو قبیلو ترمینځ تر اوربند وروسته په ډویژن کې د امنیت وضعه ډېره ښه شوې ده. هغه وویل په کواټ کې د عاشورې مراسم ترسره کېدو نه مخکې یې د سني او شیعه مسلکونو له مشرانو سره جرګې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر اوومه د بوشهرې (چې بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) او د ډنډرو سیمو اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې پیل شوې چې دوه ورځې وروسته د کورمې نورو برخو ته هم وغځېدې. نښتې شپږ ورځې روانې وې چې پکې درنه مرګژوبله واوښته. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

چارواکي وایي، د جلوسونو په لارو کې یې څارګرې کېمرې لګولي، د بندیز ۱۴۴ دفعه یې عملي کړې او د موټرسایکل په غبرګو سپرلو یې بندیز لګولی دی. دا راز په سیمه کې میشت افغان کډوالو ته یې ویلي چې بې له ضرورته له خپلو کورونو و نه ووځي.

بل لور ته د پاکستان د نورو برخو په څېر په کواټ کې د عاشورې جلوسونه په ټاکلو لارو روان دي. جلوسونه په بنو کې له حسینیه امام بارګاه څخه روان شوي او د ښار مرکزي بازار له لارې میلاد چوک، زرګران بازار ته ځي او له هغه ځایه به د نورو جلوسونو سره تر یوځای کېدو وروسته د مازیګر پنځه بجې د سیدعلیم شاه غازي مزار ته په رسېدو مراسم پای ته ورسیږي.

په عین حال کې د خيبر پښتونخوا پوليسو د پېښور په ګډون په نورو سيمو کې هم سخت امنيتي ګامونه پورته کړي دي. د جلوسونو د څارنې لپاره حکومت د پېښور په خان رازق ټانه کې کنټرول روم هم جوړ کړی دی.

هلته د پنجاب پولیس وایي، په ټوله صوبه کې یې د جلوسونو لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي. د پنجاب پوليسو مشر نن (د جولای پر ۲۹مه) په ټويټر پاڼه په ويډيويي بيان کې ويلي دي چې د جلوسونو امنيت به يقيني کوي.

XS
SM
MD
LG