د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات په خوازه خېله کې د نجونو او هلکانو یو سکول سوځېدلی


د تعلیم محکمې او پولیس چارواکي د جولای پر ۲۹مه په ټوپسین کې د سوزیدلي سکول معاینه کوي.
د تعلیم محکمې او پولیس چارواکي د جولای پر ۲۹مه په ټوپسین کې د سوزیدلي سکول معاینه کوي.

د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خېله کې د جینکو او هلکانو د سکول ودانۍ سوځېدلې ده.

چارواکي وایي چې اور د بجلۍ د خرابتیا له وجې لګېدلی دی خو ځینې ځايي خلک ادعا کوي چې سکول ته قصداً اور اچول شوی دی.

د سوات د تعلیم د محکمې مرستیال مشر فضل حق خان وایي، پېښه د جولای پر ۲۸مه په ټوپسین سیمه کې شوې. هغه نن (د جولای پر ۲۹مه) مشال راډیو ته وویل، په سکول کې د ۵۴ جینکو په ګډون نېږدې ۵۰۰ ماشومانو زده کړې کولې. "ځايي خلقو سره زموږ خبرې شوي، هغو وایي چي د بجلۍ خرابتيا (شاټ سرکټ) له وجې اور لګيدلی. ودانۍ د لرګو وه نو اور ډېر زر خور شوی. د زده کونکو لپاره بله ودانۍ په کرایه نیسو، دوی به هلته زده کړو ته ورځي."

ټوپسین د سوات په خوازه خیله کې لېرې پرته سیمه ده. دا د شانګلې ضلعې سره لګېدلی لوی کلی دی. د اور له امله د سکول نهه کوټې، د ماشومانو د ناستې چوکۍ (کرسۍ)، د استادانو دفتر او نوره ودانۍ سخته اغېزمنه شوې ده.

د سیمې ځینې خلک ادعا کوي چې سکول ته قصداً اور اچول شوی او هغه ځکه چې دا مهال د سکولونو چوټیانې دي او ماشومان ورته نه ورځي چې بجلۍ وکاروي.

په سیمه کې خبریال حیدرعلي وایي، د اور لګېدو سمدستي وروسته د پېښې ځای ته ورغلی. هغه مشال راډیو ته وویل چې په هغه سکول کې له پخوا راهیسې ځینې ستونزې وې. هغه وویل، د دوو کسانو ترمینځ د څوکیدارۍ پر نوکرۍ هم شخړه روانه وه. "په دې سکول کې هلکانو او جینکو ګډې زده کړې کولې، ځکه چې دلته نېږدې د جینکو سکول نشته. په چمتلۍ کلي کې د جینکو یو سکول شته خو هغه له دې کلي لېرې پرېووځي نو ځکه جینکو او هلکانو په دې سکول کې یو ځای زده کړې کولې او د دې د سوزېدو سره د کلي هلکانو او جینکو زده کړې متاثر شوې دي."

په سوات کې دا مهال د سکولونو رخصت دی خو د اګست له میاشتې نه د زده کړو بهیر بېرته پیلیږي.

د خوازه خېلې مرستیال کمېشنر او د تعلیم د محکمې چارواکو د سوځېدلي سکول معاینه کړې او د پېښې د پلټنې لپاره یې کمېټه جوړه کړې ده. په کمېټه کې د اور وژنې ادارې، د برېښنا محکمې، ځایي مشران او چارواکي شامل دي.

په سوات کې له ۲۰۰۸ز کاله تر ۲۰۱۰ز کاله پورې د ناامنۍ په مهال سکولونو ته سخت زیانونه اوښتي ول. هغه مهال د سیمې طالبانو د جینکو سکولونو ته په تګ بندیز لګولی وو.

دا راز د سیمې تر ۳۰۰ زیات سکولونه یا خو سوځول شوي او یا هم په بمونو الوځول شوي ول. په هغو اغېزمنو شویو سکولونو کې زیاتره هغه یې د جینکو ول.

د خوازه خېلې ټوپسین سکول د سوځونې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG