د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال کې وسله والو سکول الوځولی


پراګ ـ د سوات د پولیسو مشر فرقان بلال د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې په ارندو سیمه کې وسله والو یو سکول په بارودو تبا کړی خو ځاني تلفات نه دي اوړېدلي ځکه چې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د سهار په پېنځو بجو رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، په کومه سیمه کې چې دغه پېښه شوې، د افغانستان له پولې سره په یوه کېلومیټر فاصله کې پرته ده.

وسله والو چې کومه سیمه کې سکول په نخښه کړی امنیتي سرتېري ورته لاس رسی نه لري.
د چترال د پولیسو مشر بلال فرقان

دغه پاکستانی چارواکی وايي، وسله والو په پوره پلان دغه سیمه کې سکول په نخښه کړی ځکه چې د چترال له مرکزه ارندو ډېره لرې پرته سیمه ده او امنیتي سرتیري هلته لاس رسی نه لري.

راپورونه وايي په ارندو سیمه کې دا یواځینی سکول وو چې وسله والو په نخښه کړی دی.

په پاکستان کې وخت نا وخته سکولونه د وسله والو ډلو لخوا په نخښه کېږي. وسله والو په اګست میاشت کې د ګلګت بلتستان په دیامیر سیمه کې د جینکو ۱۲ سرکاري او غیر سرکاري سکولونو ته تاوان رسولی وو چې په تعقیب یې امنیتي سرتېرو یو شمېر کسان نیولي هم وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG