د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې له بارانونو د وژل شويو شمېر ۴۱ ته ورسېد


په افغانستان کې تېر کال هم باران ډېرې سيمې ځپلې وي - انځور له ارشیفه
په افغانستان کې تېر کال هم باران ډېرې سيمې ځپلې وي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت چارواکي وايي چې په بارانونو او سېلابونو کې د وژل شويو کساو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د جولای پر ۲۵مه ازادي راډيو ته ويلي چې دا زیان په میدان وردک، کابل، غزني، کونړ، پکتیا، خوست، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او نورستان ولايتونو کې اوښتی دی. د هغه په خبره د سېلابونو له امله ۲۹۰ کورونه نړېدلي، ۴۵۶ څاروي وژل شوي او له ۷ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه او حاصل‌خیزه باغونه هم تخریب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دوی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي او حالات ارزوي چې زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکي موادو بېړنۍ مرستې ورسوي. د دې ادارې په خبره سېلابونو په افغانستان کې د کرنيزو ځمکو په خرابولو سره د خوړو د کمي ستونزې زیاتې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې په بېلابېلو طبیعي پېښو کې ۱۵۱ کسان وژل شوي او ۲۲۵ ژوبل دي. وزارت دا هم ویلي، چې په هغه موده کې ۲،۱۶۲ کورونه یا مکمل ویجاړ شوي او یا ورته جزوي تاوان رسېدلی دی.

د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې هم تر اوږدمهالې وچکالۍ او په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر پېښو وروسته سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل. ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده. ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ کې ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر درېیم ځای دی چې د اب و هوا بدلون ورباندې خورا اغېز کړی او ډېر تاوان یې ګاللی دی.

XS
SM
MD
LG