د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره د ۲.۲ اربه ډالرو غوښتنه کړې ده


اوچا ويلي چې له جنورۍ تر مې مياشتې پورې یې په افغانستان کې ۹۴۲ مېليونه امریکايي ډالر لګولي دي ـ پخوانی انځور.
اوچا ويلي چې له جنورۍ تر مې مياشتې پورې یې په افغانستان کې ۹۴۲ مېليونه امریکايي ډالر لګولي دي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي چې د هغه هېواد وګړو ته د مرستو رسولو لپاره د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسمبره ۲.۲ اربه ډالرو ته ضرورت لري.

دفتر د جون پر شپږمه ويلي چې ۲۸.۸ مېليونه افغانان په سمدستي ډول مرستو ته اړتيا لري.

د اوچا په خبره، له نړيوالو تمویلوونکو هېوادونو څخه په غوښتل شويو پیسو به افغانانو ته خواړه، اوبه، پاک چاپېريال، سرپناوې او روغتيايي او تعليمي خدمات برابروي.

اوچا ويلي چې له جنورۍ څخه تر مې مياشتې پورې یې په افغانستان کې ۹۴۲ مېلیونه امریکايي ډالر لګولي دي.

هغه دفتر په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې له ناحکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیز یې د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ کړ او له هغه وخت راهیسې یې پر ښځو يوشمېر بندیزونه لګولي دي. په دې کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او له ناحکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیزونه شامل دي.

طالبان دا موضوع داخلي مسله بولي او وايي، په اړه یې د نړيوالو فشار نه مني. طالبان داراز دعوه کوي چې ښځو ته یې له "شریعت سره سم" حقونه ورکړي دي او د نجونو د تعلیم په اړه یې د تګلارې پر جوړولو کار ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG