د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت پر نرښځیانو فنډ و نه لګاوه


د خېبر پښتونخوا ولسي خیر ښېګړې پارلېماني سېکرېټري او د صوبايي اسمبلۍ غړې دينا ناز مشال راډيو ته وویل چې د ۱۷.۲۰۱۶ کلني ترقياتي بجټ کې د نرښځيانو خېرښيګړې لپاره ځانګړې پانګه پر دوی لا هم نه ده لګېدلې. دا وايي د بيا بياغوښتنو باوجود له نرښځيانو او د هغوی له فلاحي تنظيمونو یې د څومره والي کره شمېره نه ده ترلاسه شوه، ځکه خو يې فنډ و نه کارول شو.

د نوموړې په وینا د خيرښيګړې صوبايي محکمې لخوا په ټولو ضلعو کې د نرښځيانو شمېر راغونډولو لپاره سروې روانه ده.

''دې نرښځيانو لپاره موږ په خيبر ټيچینک هسپتال او لېډي ريدنګ هسپتال کې وارډونه جوړول، دوی ته کاري روزنه [ووکېشنل ټريننګ] ورکول وو. له دې علاوه هغوی ته روغتیا کارډ جوړول دي او داسې نور څه پکې شامل وو خو د دې ټولو څيزونو لپاره یوڅه سروې یو څه ډېټا پکار وه چې رامخې ته شي. پي سي ون تيار دی، کاغذي کاروايي تر سره شوې خو موږ ته يو ډيتا پکار ده چې د هغې په بنياد یو فیصله وکړو نو حکه دغه فنډ لا نه دی استعمال شوی."

د خېبر پښتونخوا خېر ښېګړې د محکمې د سرچينو تر مخه دا وخت په صوبه کې د نرښځيانو سروې روانه ده چې د پکې د دوی د عمر، تعليم، ځای او نور مهم معلومات اخيستل کېږي۔ په دغه سروې کې تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې لږ تر لږه دوه زره نرښځيان رجسټر شوي دي.

تير کال د بجټ مختص کېدو ورستو د نر ښځيانو شمېره او نور مهم معلومات راجمع کولو لپاره يو کمېټې هم جوړه کړي شوې وه چې پکې د سوشل ويلفيېر ډایرېکټرېټ په ګډون، د صحت، پلاننګ اينډ ډویلېپمېنټ محکمې او د نرښځيانو لپاره کارکوونکې غېر سرکاري ادارې شاملې وې.

په ياده کمېټۍ کې د نر ښځيانو لپاره غير سرکاري تنظيم بليو وېنز دعوه لري چې دا وخت په صوبه کې ۴۵ زره نرښځيان دي او دوی هڅه کوي چې نور هم معلومات راجمع کړي.

د ياد تنظيم يوه غړې طاهره کليم وايي چې د نرښځيانو معلومات تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي خو داسې ډېر کارونه دي چې دوي پکې دحکومتي مرستو بغير کار نشي کولی.

"تر کومې پورې چې له موږه کېدله او تر کومې چې زموږ رسايي ده. موږ هغه نرښځيانو ته ويلي دي چې ځان رجسټر کړي۔ له دوی سره چې د نرښځيانو کومه شمېره ده، په هغه کې خو ورسره موږ مرستې کولی شو خو چې کوم په لرو پرتو سيمو کې او فاټا کې نرښځيان دي تر هغوی خو زموږ رسايي نه وه۔او د ا بجټ چې مختص شو نو له هغه پس د سوشل ويلفئير خپل ۶ نه تر ۹ پورې کسان په هره ضلع کې وټاکل چې دا معلومات راجمع کړي خو دغي اهلکارانو هم څه زمه واري جوړيږي خو هغوي خپله زمه واري تر سره نه کړه."

بل خوا د خېبر پښتونخوا د نرښځيانو د سازمان صوبايي جنرل سيکرټړي آرزو وايي چې هغه خپله همد معلومات راجمع کولو ډلو برخه ده خو يو خوا د نر ښځيانو مرستو نه کولو او بل د حکومت د دلچسپۍ نه اخيستو له وجې معلومات او د دوی سمه شمېره راجمع کول د ځنډ ښکار شوي.

"په يو مياشت کې موږ د شپږو علاقو نه د نر ښځيانو معلومات راجمع کړل په هغې کې هم موږ يو يو ته منت زارۍ کړي دي ولې چي نرښځيان په دې وېرېدل چې موږ به ورته وېل شناختي کارډ راکړه تاس ته هيلت کارډ جوړوو ستا په نوم ستاسو د پلار په نوم ستاسو د کور پته ضروري ده نو هغوی به خپل شناختي کارد پټ کړو او وېل به يې چي ولې تاسو موږ له دې ځایه باسئ، چا به ویل چي ولې زموږ کارډونه ختميږي چا به څه وېل چا به څه۔ نو له دې وجې چا ځان رجسټر کرو چا نو نو هم دا شان دا معلوماتو مرحله نېمګړې پاتې ده."

تير کال د خېبر پښتونخوا حکومت د نرښځيانو لپاره کلني ترقياتي بجټ کې ۱۰ کروړه روپۍ مختص کړي وې چې پکې په لومړۍ مرحله کې د ۲۰۰ نرښځيانو لپاره هاسټل جوړول،۲۰۰ ته تکنيکي تربيت ورکول او دې نه علاوه د پېښور دوه لويو اسپتالونو کې د نرښځيانو لپاره وارډونه جوړول شامل وو.

XS
SM
MD
LG