د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو هنرمندانو رایوځای کول غواړو :خادم حسېن


عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو او ارټسټانو د مسلو د هوارولو او د دوی د را یوځای کولو لپاره د "ملګري هنرمندان" په نوم یوه اتحاديه جوړه کړې ده. د دغه اتحاديې اعلان د جولای میاشتې پر ۲۳مه نېټه د پېښور په باچا خان مرکز کې د ګوند د کلتور سیکرتر خادم حسېن وکړ.

غواړو چې هنرمندان رایوځای کړو
خادم حسېن

د جولای پر ۲۴ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې خادم حسین وویل دوی به د صوبې هنرمندانو ته د کار کولو لپاره زمینه برابروي. "لومړی موږ غواړو چې هنرمندان رایو ځای کړو ، چې د دوی له حاله خبر شو،دویم د دوی لپاره داسې ځایونه جوړول دي چې په هره ضلع کې هنرمندان کارونه وکړي، په هره ضلع کې به درې میاشتې پس یوه کلتوري مېله کوو، په دغه مېله کې به موسیقي هم وي، تېټر هم، او لاسي جوړ شوي شیان به هم پکې وي."

خادم حسېن زياته کړه چې دوی به پر بېلا بېلو موضوعاتو غونډې هم جوړوي.

"موږ به د قامي فکر غونډې کوو چې دا ډول د خپلو اتلانو ورځې ولمانځو چې پکې ځوانان راشي، خبرې او مباحثې پکې وشي، سندرې او اتڼونه به پکې وي."

درې کاله وشول نوې ډرامه نه جویړیږي
جاوېد بابر

اخوا که د خېبر پښتونخوا هنرمندان د دغو هڅو ستاینه کوي نو ورسره خپلې ستونزې هم بیانوي.د پښتو ډرامو وتلی هنر منر مند جاوېد بابر وایي پښتانه هنر مندان هسې هم خوار وو او موجوده حالاتو لا نور خوار کړل.

د نوموړي په خبره د پاکستان ټېلیويژن پېښور څانګې به پخوا په کال کې له دریو نه تر څلورو پورې د پښتو او هندکو ژبې ډرامې جوړولې، او دا شان به د اردو ژبې ډرامه هم وه خو درې کاله وشول چې دوی زړې ډرامې چلوي.

"درې کاله وشول چې د پاکستان ټېلیويژن د پېښور څانګې راته ویلي چې د پښتو یوه ډرامه به جوړوو او زما پشمول د خېبر پښتونخوا نور هنرمندان به پکې کار کوي."

د نوموړي په وينا دې حالاتو دوی له يو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.

"که فنکار خېراتي کار کوي نو دوی خوشاله وي خو که پسې غواړي نو وايي دا ښه سړی نه دی. فنکار به څه خوري نه. حکومتي چارواکي په خپلو ويناوو کې وایي چې فنکاران یې سرمایه ده خو حقیقت کې داسې هېڅ نشته. ما د کلتور څانګې ته څو وارې دا وړاندیز وکړ چې په نشتر هال او پي ټي وي کې هنرمندان او فنکاران په روزګار کړي چې دا ډول هغوی د کور د خرچو له فکر نه به ازاد شي، خو وزیرانو پکې خپل کسان اخيستي دي."

ټول به یو زر فنکاران هم نه وي، خو د تپوس یې څوک نشته
ارشد حسېن

بلخوا د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشر ارشد حسېن مشال راډیو ته وايي چې په خېبر پښتونخوا کې به د فنکارانو ټوله شمېره تر یو زرو پورې وي، خو د خپګان خبره دا ده چې حکومت د دغو یو زر کسانو ستونزو ته هم پام نه کوي.

"۱۲ کاله وشول چې د پاکستان ټېلیويژن پېښور څانګه کې کار نه کېږي. سرکاري راډیو هم د هنرمندانو لپاره خپلې دروازې تړلې دي نو اخر به موږ چېرته ځو؟ په نشتر هال کې څه نه کیږي، پخوا به ځېنو سندرغاړو د ودونو په پروګرامونو کې ځانونو له څه پيسې وګټلې اوس خو هغه هم نشته. که ریاست زموږ په اړه خپله پالیسي نه بدلوي، نو د کلتور څانګه دې هم بنده کړي او دا څه لږې ډېرې يېسې دي، دا دې هم ټوپک او تمانچې ته مختص کړي."

ډېر هنرمندان او سندرغاړي زه پېژنم چې اوس د موسیقۍ الاتو خرصولو ته مجبوره شوي دي
راشد خان

بلخوا د خیبر پښتونخوا د هنري ټولنې مشر راشد خان د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل د صوبې هنر مندان په موجوده حالاتو کې کار نه لري او له لوږې سره مخامخ دي.

"ډېر هنرمندان او سندرغاړي زه پېژنم چې اوس د موسیقي الاتو خرڅولو ته اړ شوي دي ځکه چې مجبوره دي، او د پوښتنې یې څوک نشته."

د هنر مندانو په اړه راپور دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


راشد خان وایي له ۶۰۰۰ زیات هنرمندان چې د موسیقۍ سره تړلې دي د بېوسۍ ژوند تېروي.

سږ کال زیات فنډونه صحت شعبې ته څانګړي شول، خو د هنرمندانو پر مسلو خبر یو
شوکت یوسفزی

د جولای پر ۲۴ مه د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې مشرې شمع ادريس مشال راډیو ته په یو پېغام کې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د صوبې د کلتور او ثقافت وزیر شوکت یوسفزي وویل د کورونا وبا له وجې دا وخت د دوی د حکومت زیات پام د صحت مسلو ته دی خو د هنر مندانو په ستونزو خبر دی.

"د کورونا وبا له وجې د ټولو محکمو او ادارو فنډونه کم شوي دي خو موږ کوشش کوو چې د بجټ نه علاوه په نورو پرمختیایي فنډونو کې د هنرمندانو مرسته وکړو. پخوا به دوی ته د میاشتې ۳۰ زره روپۍ ورکول کېدې خو هغه یوه پروژه وه او ختمه شوه. زما خو دا کوشش دی چې له دوی سره مرسته وکړو او که د کلتور ډایرېکټرېټ ته حکومت پېسې نه ورکوي نو بیا د دې د جوړولو مقصد څه دی.))

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا د جون پر ۱۹مه د ۹۲۳ اربو روپو بجټ په اسمبلۍ کې وړاندې کړ.

خو د کلتور د محکمې ترمخه په دې بجټ کې د کلتوري هلو ځلو او د هنر د ودې لپاره یو ازې یو کروړ روپۍ اېښودل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG