د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې په وسلوال برید کې ۴ پولیس ژوبل شوي دي


په خیبر او د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې په تېر شاوخوا یو کال کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.
په خیبر او د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې په تېر شاوخوا یو کال کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.

د خيبر ضلعې په باړه کې د پولیسو پر پوستې په وسلوال برید کې څلور سرتېري ژوبل شوي دي.

د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدی تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جون ۱۸مې پر سهار د باړې په بر قمبرخېلو کې د پولیسو پر پوستې ډزې وکړې او بیا له هغه ځایه وتښتېدل.

هغه زیاته کړه چې ژوبل سرتېري یې د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلېکس ته لېږدولي او روغتیايي حالت يې له خطرې بهر دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د وسلوالو په بریدونو کې د پولیسو او اېف سي ځواک سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مې پر ۲۵مه د جمرود په شاکڅ کې د پولیسو په مرکز کې په بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول. تر دې مخکې د مې اتمه په باړه کې پر پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی وو.

د اپرېل پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې په نښته کې دوه پوځیان او دوه وسلوال وژل شوي ول. د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې په هغه پېښه کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم ول.

د جنورۍ پر ۱۹مه د جمرود د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې دوه پولیس وژل شوي ول او د پوستې ودانۍ ته زیان اوښتی وو. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG