د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر او هرنايي کې د ۲ پولیسو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي


په خیبر پښتونخوا او بلوچستان د تېر کال اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان د تېر کال اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په خیبر او د بلوچستان په هرنايي کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د دوه پولیسو په ګډون څلور کسان وژل شوي او اته تنه ژوبل دي.

د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د مې پر ۲۵مه شپې ناوخته تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د جمرود په شاکڅ کې د پولیسو په مرکز کې د یو سرتېري له لاسه د بم پرېوتو په پېښه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

د ضلعې د پولیسو مشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې پېښه پر داسې مهال شوې چې پولیس افسران په شاکڅ کې د مورچو کتنې ته ورغلي ول.

د پولیسو د مشر سلیم عباس کلاچي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې وسلوالو د شاکڅ پولیسو پر مرکز برید کړی.

په بیان کې د نوموړي له قوله راغلي دي چې لاسي بم په غلطۍ د یو سرتېري له لاسه پرېوت او چاودنه وشوه. کلاچی البته زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

هلته بیا د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د هرنایي پولیسو په بیان کې ویلي دي چې چاودنه د مې پر ۲۵مه مازیګر هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د سکرو کان پر لوري روان ګاډي پر ځملاندي بم وخوت.

د پولیسو په وینا، د پېښې ښکار شوي د سکرو ټېکېداران ول او ژوبل کسان ۸۸ کېلومیټره لیرې د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې او نه یې هم پوليسو په تړاو څوک نيولي دي.

د بلوچستان په هرنایي د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې په سیمه کې ولسي پاڅونونه او مظاهرې هم شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG