د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمينځ د مال لېږدوونکو ګاډو مالکان وايي خیبر پښتونخوا کې ځورول کېږي


افغانستان ته مال وړونکي ګاډي په تورخم پوله اوښتو ته منتظر ولاړ دي ـ پخوانی انځور
افغانستان ته مال وړونکي ګاډي په تورخم پوله اوښتو ته منتظر ولاړ دي ـ پخوانی انځور

د افغانستان او پاکستان تر مینځ د مال وړونکو ګاډو د مالکانو اتحادیه وايي چې د سامانونو د وړلو راوړلو پر وخت پر پوله او د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې ترې ځای پر ځای پيسې او ټيکس اخیستل کېږي.

دوی د جون پر ۱۶مه په پېښور کې تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وویل چې د غو ناقانونه ټېکسونو د هغوی کاروبار اغېزمن کړی او ځینې خلک دې ته مجبور شوي چې هغه کار پریږدي.

د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټرانو د سازمان مشر حاجي لياقت خان مشال ريډيو ته وویل، دوی ځای په ځای تنګول او چالان کېږي، کوم ډرایوران چې پرچه واخلي او پیسې ورکړي هغوی مخې تګ ته پرېږدي خو نورو باندې انتظار باسي او بیا بیا یې واپس کوي.

هغه وویل چې تر ۸۰۰۰ زیات غټ ګاډي ورسره رجسټر دي او دوی د چمن او تورخم له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته سفرونه کوي خو پر وېنا یې یوازې په خیبر پښتونخوا کې تنګول کېږي او پیسې ترې غوښتل کېږي.

پاکستان او افغانستان ګڼې سوداګریزې لارې لري چې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمینځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا سوداګر، له نورو هیوادونو څخه خپل مالونه تر کراچۍ بندره په بیړیو کې وړي او له هغه ځایه یې خپلو هېوادونو ته په ګاډو کې رسوي چې له تورخم او چمنه تیریږي. دا راز پاکستاني سوداګر هم خپل مالونه لکه سیمنټ، ټوټې یا رخت او خوراکي توکي له هغو لارو مرکزي اسیا او افغانستان ته استوي او له هغه ځایونو، معدنیات ، د ډبرو سکاره، مایع ګېس او نور توکي پاکستان ته درامدوي.

د سازمان د مومندو ضلعې مشرحاجي زيت الله خان وایي چې يوازې په مومندو کي د ورځې خواشا ۸۰۰ ګاډې ځي راځي خو هغه هم وايي چې د بې ځايه ټيکسونو له وجې د ګاډو مالکان په تنګ دي. هغه وویل، د ستونزې په اړه یې وزیراعظم، ولسمشر او د خیبرپښتونخوا حکومتي چارواکو ته هم خواستونه کړي دي خو څوک یې غم نه خوري.

د د دوی د دغو تورونو په اړه مشال راډيو د لنډي کوتل انتظامیې او په تورخم کې کسټم چارواکو سره د رابطې کوشش وکړ خو هغوی ځواب ور نکړ. خو تر دې وړاندې ضلعي انتظامیې، کسټم چارواکو دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې ټرانسپورټران ځورول کېږي یا ترې پیسې اخیستل کېږي.

په تورخم کې د ایف بي ار چارواکي دریځ لري چې د کسټم قوانینو مطابق ایکسپورټ او امپورټ ته اجازه ورکوي او چې کوم نوي قوانین ورته د مرکز نه راشي نو هغه عملي کوي.

XS
SM
MD
LG