د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم پر پوله مو بې ځایه تنګوي: سوداګر 


د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې په تورخم پوله یې د بارډر منیجمنټ پالیسي لاندې سختي شورو کړې ده او د هر تن لپاره یې د تګ راتګ پر وخت د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړ دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې په تورخم پوله یې د بارډر منیجمنټ پالیسي لاندې سختي شورو کړې ده او د هر تن لپاره یې د تګ راتګ پر وخت د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړ دی.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن غړي او سوداګر وایي دوی افغانستان ته د مالونو وړلو پر وخت بې ځایه تنګول کېږي.

دوی وایي - ایف بي ار ورته کمپیوټرایزډ نظام شرط کړی چې له دې لاندې به مالونه کلیر کوئ او له دې سره بیا د انټرنیټ او بجلۍ سهولت نه ورکول کیږي.

دوی زیاتوي‌ چې د کسټم چارواکو تر څنګ یې بېلا بېلې سرکاري ادارې په بې ځایه د ګاډو او مالونو تالاشۍ کوي.‌

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن یو غړي مجیب شینواري مشال راډیو ته وویل، "نوي قوانین رامخې ته کوي خو هغې سره بیا سهولتونه نه راکوي، د کمپیوټر نظام یې عملي کړی خو ورسره بجلي نشته، موږ د بجلۍ ضرورت د جنریټر او سولر نه پوره کوو او انټر نیټ هم ډیر کمزوری دی."

ده وویل چې یو خو په داسې حال کې کمپیوټرایزډ نظام سره ایکسپورټ کې ډيره سستي او کمي راځي او بله دا چې ګاډي سکینر نه هم تیروي او بیا یې سل فیصده معاینه هم کوي.

مجیب شنواري زیاته کړه چې نو د نړۍ په یوه پوله هم داسې نه کیږي چې سکینر نه به هم ګاډۍ تیریږي او بیا به یې سل فیصده معاینه هم کیږي.

ده وویل چې د کسټم ادارې کارکوونکي لږ دي چې له کبله یې کار ډېر ورو روان دی.

په تورخم کې یو سوداګر او کسټم ایجنټ واحد شینواری وایي چې د ځینو ادارو له خوا د دوی د مالونو بې ځایه تلاشي اخیستل کیږي چې له کبله یې د ده په وینا، کار ډير کم شوی دی.

ده وویل، "د کسټم چارواکو ترڅنګ مو این ایل سي، ایف سي او اینټي نارکوټکس بې ځایه او غیر ضروري تلاشي اخلي، تالاشي دې اخلي خو سل فیصده تلاشي یې حق نه دی."

ده وویل، پر کوم ګاډي چې یې شک راشي هغه دې ګوري خو هر ګاډی کتل ډير مشکلات رامنځ ته کوي.

د پاکستان او افغانستان ګډ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټریز عهدیداران ادعا کوي چې په تیرو لسو کالونو کې په سرحدي پولو باندې د مختلفو بندیزونو له وجې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کلنۍ تجارتي کچه له دوه نیم اربه ډالرو اته سوه میلیونه ډالرو ته ټیټه شوې ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې په تورخم پوله یې د بارډر منیجمنټ پالیسي لاندې سختي شورو کړې ده او د هر تن لپاره یې د تګ راتګ پر وخت د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړ دی.

د دوی په وینا، هدف یې د امنیت خوندي کړل او په دې پوله د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول دي.

په تورخم کې د ایف بي ار چارواکي وایي چې دوي د کسټم قوانینو مطابق ایکسپورټ او امپورټ کوي او چې کوم نوي قوانین ورته د مرکز نه راشي نو هغه عملي کوي.

سوداګر او ټرانسپورټران وایي چې پخوا به په تورخم د ورځې شاوخوا ۸۰۰ ګاډي افغانستان ته اوښتل خو اوس یوازې تر ۱۵۰ګاډي اوړي.

XS
SM
MD
LG