د لاسرسي ځای

تازه خبر

 پر تورخم د ټرانزیټي ستونزو هوارولو غونډه


په تورخم کې د لوړپوړو چارواکو غونډه د ټرانزیټ ټرېډ پر ستونځو ږغږېږي. ۲۰۲۰، ۰۸ سپټمبر
په تورخم کې د لوړپوړو چارواکو غونډه د ټرانزیټ ټرېډ پر ستونځو ږغږېږي. ۲۰۲۰، ۰۸ سپټمبر

د سپټمبر په اوومه نېټه په سینټ کې د سرحدي او قبایلي امورو قایمه کمیټۍ غړو په تورخم کې راجوړې کړې غونډې ته د ایف بي آر، کسټم، پولیس او ایف سي ځواک لوړپوړي چارواکي وربللي ول او دوی ته یې په سختۍ سره وویل چې په تورخم دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي هلې ځلې زیاتې کړل شي، د کسټم کلیرنس کار دې تېز کړل شي او افغانستان ته مال وړونکي څه باندې پینځه زره ګاډي چې دا وخت په خیبر کې ایسار دي زر دې په تورخم دروازه واړول شي.

د دغې غونډې مشري په سینټ کې د سرحدي او قبایلي امورو قایمه کمیټۍ چیرمین تاج محمد اپرېدي وکړه. نوموړي مشال ريډیو ته وویل، په تورخم کې د ټولو ادارو ناسته د دې لپاره وه چې د ستونځو پر هوارولو وغږېږي.

تاج محمد زیاتوي پر تورخم ورته چارواکو باور ورکړی چې هلته به د کسټم کلیرنګ کار تیز شي، ایسار شوي ګاډي به زر وباسي او د ګاډو د وزن کانټا به جمرود ته یوسي نو له دې سره به په تورخم بوج راکم شي.

د کسټم چارواکو بیا دغې کمیټې غړو ته ویلي دي چې پر تورخم دروازه د کورونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره پورته کړل شوو ګامونو یا ایس او پیز عملي کولو له وجې تجارتي هلې ځلې راکمې شوي او هلته په تورخم کې د یوه ټرمینل تعمیراتي کار له وجې ټرانسپورټي ستونځې راپیدا شوي او د زیات بیرو بار له وجې ګاډي پر وخت نه شي وتلی.

سېنیټر تاج محمد اپرېدي زیاته کړه، که په تورخم کې پر وخت باندې دا ټولې ستونځې هوارې نه شوې نو دوی به په دې باندې یو رپورټ بیا د پاکستان وزیر اعظم او د پوځ مشر ته لېږي او په هغه کې به بیا مالومه شي چې د کومې ادارې له وجې کار سست روان دی.

د پیښور او تورخم په لار افغانستان ته مال وړونکو ګاډو ډریوران او سوداګردا تورونه لګوي چې هلته ترې غیر قانوني روپۍ اخیستل کېږي او د بډو رشوتونو لپاره په تورخم کې انتظامي ګډوډۍ دۍ.

د ټرانزټ مالونو وړونکۍ یو ډرایور اقبال اپرېدي وایي، 'هره شپه بې نمبري کېږي، د غیر قانوني روپو په بدل کې ځینې ګاډي ولاړ شي او بیا ځنې ولاړ پاتې شي، موږ افغانستان ته بوره، غوړي او شمسۍ وړو خو دلته ډېرې ورځې ولاړ یو، موږ ډېرې ورځې په لارو کې انتظار باسو ډير په تکلیف کې یو پکار ده په تورخم کې دې کلیرنس تیز شي او ګاډي دې په خپل نمبر پرېږدي.'

د خیبر ضلعې پولیسو او نورو سرکاري ادارو په بیا بیا دا تورونه رد کړي دي،

د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د مارچ په ۱۶ نیټه د تورخم دروازه هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د مې میاشتې له ۱۷ مې نېټې د تجارتي هلو ځلو لپاره شپه ورځ خلاصه کړل شوې ده. سوداګر او ټرانسپورټران وایی د کورونا وبا نه مخکې به د ورځې اته سوه ګاډي افغانستان ته اويښتل خو اوس یوازې ۳۰۰ ګاډي پرې اوړي.

XS
SM
MD
LG