د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم د کسټم ټرمینل په پراخوالو د خوږاخېلو خپګان


خوږاخېل بیا بیا د خپلو غوښتنو لپاره راوځي.
خوږاخېل بیا بیا د خپلو غوښتنو لپاره راوځي.

د خیبر خوږاخېلو وګړي وايي چې فیډرل بورډ آف ریونیو او نیشنل لاجسټک سیل اداره په تورخم کې کسټم ټرمینل او دفترونه پراخول غواړي خو په خپله ځمکه به د لا نورو تعمیراتو تر هغې پورې اجازه ور نه کړي چې ترڅو یې دوی په اعتماد کې نه وي اخیستي.

فیډرل بورډ آف ریونیو د پاکستان او افغانستان ترمینځ له تجارتي مال وړونکو ګاډو محصولات اخلي او نیشنل لاجسټک سیل (رسد او تعیمراتو ادارې) ته د پاسپورټ او ویزې چیکولو، د ګاډو مساپرو د تلاشۍ او سمګلنګ مخنیوي ذمه وارۍ ورسپارل شوي دي.

خوږاخېل قوم وايي، چې په تورخم کې یې دې ادارو ته د خپلو ځمکو څه برخه د میاشتني مراعاتو په بدل کې ورکړې وه خو دوی له تېرو زړو لوظنامو نه هم سرغړونه کړې د خوږاخېل قوم مراعات یې کم کړي او اوس بې له اجازته نور تعمیرات کول غواړي.

د خوږاخېل قوم د تورخم کمیټې یو مشر شاه رحمان شینواري مشال ريډیو ته وايي، شپږ کاله مخکې د خوږاخېلو نهه کسیزه کمېټۍ ایف بي ار او این ایل سي ته د امپورټ او ایکسپورټ ټرمینلونو جوړولو لپاره د یوې لوظنامې لاندې ۳۰۰ کناله ځمکه ورکړه.

دی زیاتوي: ''د ۲۰۱۵ ز مال په ۴م جون کې د ۲۴ فیصده مراعاتو په بدل کې۳۰۰ کناله ځمکه ورکړه، بیا له هغه پس یې د قوم له ځینو نورو ملکانو سره په پټه یوه بله لوظنامه وکړه چې د قام اکثریت یې نه مني، موږ درې سوه کناله ځمکه ورکړې وه او دوی په زر کناله باندې تعمیرات پيل کړي دي، پکار ده تر خپلو حدودو پورې محدوده شي، امدن دې د ټاکل شوې فیصدۍ مطابق راکړي او تجاوزاتو نه دې ډډه وکړي.''

افغان تجار او ټرانسپورټران: د غلام خان لارې د ټرانزيټ کېدو کار دې چټک شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

نعمت الله خوږاخېل وايي، ''له کله چې په تورخم کې نینشل لاجسټک سیل ته انتظامي چارې سپارل شوي دي نو هلته ډېره سختي شورو شوې او د خلکو روزګارونه ترې متاثره شوي دي، سوداګر د پاسپورټ او ویزو د سخیتو له وجې کاروبار نه شي کولی، خواو شا پینځه زره مزدوران ترې متاثره شو، دوکانونو او ریستورانونه مخې یې راته بندې جالۍ ولګولې نو له دې سره ټول بند شول او ټرانسپورټ اډه مو متاثره شول.''

د نیشنل لاجسټک سیل چارواکي وايي، ''تورخم افغانستان او وسطي اسیا سره د تجارت لپاره یوه مهمه لار ده او هلته مو د ایشين ډیولپمنټ بانک په مرسته د تورخم پولې د پراخولو او سمبالولو منصوبه پيل کړې، هلته تجارتي هلو ځلو زیاتولو لپاره د نړیوال معیار سهولتونه ورکول غواړو.''

دوي وايي: ''په ۲۰۱۵ز کال کې مو له خوږاخېلو سره کومه لوظنامه کړې وه، هغې لاندې مو تر اوسه په دې تېر پینځه کاله کې ۶۰۰ میلونه روپۍ ورکړي دي او ۸۵ فیصده نوکرې مو هم ورکړي.''

د نیشنل لاجسټک سیل چارواکي ادعا کوي: ''موږ ته خوږاخېل مشرانو لومړۍ ۳۰۰ کناله ځمکه تر یوې لوظنامې لاندې راکړې وه او اوس یې څه د پاسه ۹۴ کناله لپاره راسره بله لوظنامه کړې چې د دوی ځینې کسان یې نه مني خو موږ ورسره خبرې اترې روانې دي او دوی پرې عدالت ته هم تللي دي.''

خوږاخېل ولس وايي چې تورخم یې مشترکه ملکیت دی او چې دلته څوک هم تعمیرات کوي نو باید دوی دې په اعتماد کې واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG