د لاسرسي ځای

د کراچۍ سمندر کې ۱۲ کسان ډوب شوي


د ارشیف انځور: د کراچۍ سمندر کې د ډوب شوي یو تن مړی راویستل کېږي.

د کراچۍ پولیس وايي د خالي په ورځ، د سمندرغاړې ته د سیل لپاره ورغلي ۱۲ کسان څپو له ځانه سره لاهو کړي چې بیا وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.

د کراچۍ د سویلې ضلعې د پولیسو مشر ازادخان رسنیو ته ویلي، لومړی یو ماشوم د سمندر غاړه کې پر شګو د لوبو پرمهال اوبو ته وښویید چې د بچ کولو لپاره یې خلکو منډه کړه. په دغه مهال نورې زورورې څپې راغلې او ۱۱ کسان یې لاهو کړل.

د ایدي خیریه ادارې چارواکي وايي د ټولو ۱۲ کسانو جسدونه د سمندر له اوبو ویستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي. د سند لومړي وزیر مراد علي شا د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG