د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بجلۍ ۱۲ کسان وژل دي


د کراچي ښار په بېلا بېلو سيمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې له طوفان او باران وروسته د بجلۍ کرنټ لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

په کراچي کې د خېرښېګړې ادارې ايدهي فاونډېشن يو چارواکي د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په لومړۍ ورځ اته او پرون څلور کسان مړه شوي دي.

په ښار کې له بارانونو وروسته د ونو راپرېوتو او د بجلۍ د نيشتوالي ستونزې هم رامنځ ته شوي دي.

بل اړخ ته د پاکستان د موسمياتو محکمه وايي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په ښار کې نور باران هم کېدلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG