د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې بارانونه ولې زیان اړوي؟


په پاکستان کې بارانونه
په پاکستان کې بارانونه

پراګ ـ په کراچۍ کې د جولای پر۲۹مه او۳۰ مه د بارانو پر مهال د بجلۍ د کرنټ له وجې نه یوازې۲۰ تنه ووژل شول بلکې د ښار په بېلا بېلو برخو کې اوبه ډنډ شوې، برېښنا قطع شوه او د څښاک اوبو کمښت د ښاریانو ژوند اغېزمن کړ.

حسن خان د کراچۍ د ساحلي سیمې ابراهیم حیدري استوګن دی.

هغه وایي، هر کال تر بارانه وروسته یې په سیمه کې اوبه تر څو اوونیو ولاړې وي چې ورسره د دوی ورځنی ژوند هم په ټپه درېدلی وي.

نوموړی وایي، سږ کال تر سختې ګرمۍ وروسته ښاریان باران ته خوشاله ول خو د تېر په څېر دا ځل هم په ښار کې د بجلۍ تارونه پرې شول، پر سړکونو پرېوتل او مرګ ژوبله یې واړوله.

د ده په خبره، باراني اوبه کورونو ته ننوتې او پر سړکونو هم ډنډ شوې.

باران رحمت وي خو موږ ته زحمت شو. په ټوله سیمه کې اوبه ډنډ دي. کومې اوبه چې کورونو ته ننوتي دي نو خلک یې خپله په لوښو کې بهر ته غورځوي، خو بهر په کوڅو کې هم اوبه ولاړې دي.
حسن خان

​حسن وایي، له باران سره سم، په زیاتره سیمو کې برېښنا قطع شوه چې له وجې یې په کورونو کې د څښاک د اوبو کمی پیدا شو.

کراچۍ د سمندر پر غاړه اباد ښار دی خو بارانونه پکې کم کېږي.

په ټول کال کې یوازې د پشکال بارانونه کېږي چې هر ځل د ځاني زیان ترڅنګ ورځنی ژوند هم اغېزمنوي.

په کراچۍ کې د ودانیو د څار ادارې (سیند بلډنګ کنټرول اتارټي) پخوانی مرستیال مشر یونس بونیری وایي، د کراچۍ ابادي ورځ تر بلې زیاتېږي، خو په ۱۹۵۴ز کال کې د ښار د ابادۍ لپاره جوړ شوی د اوبو د ویستلو سیستم تر اوسه نه دی نوی شوی چې له وجې یې د بارانونو اوبه له نالیو بهر ووځي او په سړکونو او کوڅو کې ډنډېږي.

دی وايي: "په کراچۍ کې د اوبو د ایسلتو لپاره ۳۸ نالۍ دي خو زیاتره یې د کچرې او د ناقانونه ابادیو جوړولو له وجې تنګې شوي او یا بندې دي. لایټ هاوس، اردو بازار، اکبر مارکېټ او ځینې نور مارکیټونه د نالیو پر سر جوړ دي، د دغو نالیو پاکول ناممکن شوي ځکه چې د پاسه پرې بازارونه جوړ دي او دننه په نالیو کې کچره او خاروه جمع شوې ده."

چې د ښار باراني نالۍ نه وي پاکی شوی، دا ستونزه به له هر ځل باران سره جوړېږي.
یونس بونیری

د سیند صوبې د بلدیاتو وزیر سید غني د جولای پر۳۱مه خبري غونډې ته وویل چې د ښار له بېلا بېلو برخو کې د پمپونو له لارې د باراني اوبو د ویستلو کوښښ کوي:

"باراني اوبه له ځینو سیمو اړوو، خو بیا نورو ابادیانو ته ورځي او د ښار په ټیټو سیمو کې جمع کېږي."

خو یونس بونیری وایي، د ښار ټیټې برخې او یا هغه علاقې چې د اوبو د ویستلو نظام پکې کمزوری دی هغه کچه ابادۍ او د غریبو خلکو سیمې دي چې پکې زیاتره پښتانه او بلوڅ اوسي.

نوموړی وایي، یوسف ګوټ، سعدي ټاون، شېرشاه، کیماړۍ، سلطان اباد، هجرت کالونۍ او له سمندر سره نېږدې نورو سیمو ته د ټول ښار اوبه ورځي او بیا هلته تر ډېر وخته ولاړې وي.

بونیری وایي: "چې د ښار باراني نالۍ نه وي پاکی شوی دا ستونزه به له هر باران سره جوړېږي."

د کراچۍ علاوه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې هم باراني اوبه ډنډ شوي او ژوند یې اغیزمن کړی دی.

په هغه ښار او شاوخوا سیمو کې د اوسني باران له وجې شپږ کسان وژل شوي دي.

د سیند صوبې د بلدیاتو وزیر سید غني وایي، د کراچۍ په مرکزي سیمو کې لوی پمپونه لګېدلي، خو د بجلۍ د نشتوالي له کبله د اوبو د ویستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG