د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عمران خان نيوکې کېږي خو "واک ته پر رسوونکو" يې ولې نه کېږي؟


عمران خان د خپل واک په وخت کې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای مرکز د لېدنې پر مهال له پوځي او استخباراتي مشرانو سره ـ پخوانی انځور
عمران خان د خپل واک په وخت کې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای مرکز د لېدنې پر مهال له پوځي او استخباراتي مشرانو سره ـ پخوانی انځور

د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان وايي چې د شا و خوا ۲۷ کلونو د "مبارزې" په نتيجه کې يې خپل ګوند "لوړ مقام" ته ورساوه خو مخالفین یې وایي چې د عمران خان واک ته د رسولو تر شا د پوځ لاس وو.

دوی دا تور هم پورې کوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانيو مشرانو حميد ګل، شجاع پاشا، فيض حميد او ځينو نورو پوځي چارواکو د تحریک انصاف په شهرت او واک ته د هغه ګوند په رسولو کې مهم رول لوبولی دی.

عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغې پارټۍ ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکۍ وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.

د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې تحریک انصاف د پاکستان پر کچ تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړل شو.

د پاکستان مسليم ليګ ن مخکښ محمد زبير عمر ادعا کوي چې په ۲۰۱۱ز کال کې په لاهور کې د تحریک انصاف لومړۍ لويې جلسې لپاره کيمپېن د هغه وخت د ای اېس ای د مشر جنرل شجاع پاشا په امر شوی وو.

بلخوا پوځ هم مني چې په تېرو وختونو کې يې په سياست کې رول پاتی شوی خو وایې اوس بې طرفه دی.

په وروستیو کې پر عمران خان په بېلا بېلو تورونو څه باندې ۱۵۰ مقدمې جوړې شوې دي خو يوشمېر کسان دا پوښتنه کوي چې د هغو پوځي مشرانو پر ضد ولې مقدمې نه دي جوړې شوي چې د عمران خان د مرستې او واک ته د هغه د رسولو تورونه ورباندې پورې کېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې په کراچۍ کې د سیاسي چارو پوه ډاکټر توصیف احمد خان وایي، پوځ په پاکستان کې پیاوړې اداره ده او د پخوانیو چارواکو پر ضد یې هغسې کاروایي کول ممکنه نه برېښی.

نوموړی زياتوي، "پوځ چې څومره سياستوال اقتدار ته رسولي نو هم د پوځ ورسره په اخره کې جګړه راغلې ده. البته چې سياستوال بيا له بنديزونو او نورو سزاګانو سره مخامخ شوي خو پوځي چارواکو ته چا هېڅ نه دي ويلي. همېشه وزيراعظم له خپلې څوکۍ ليرې کړل شوی، د پوځ مشر نه دی ليرې کړل شوی."

ډاکټر توصيف زياتوي، که څه هم پوځي چارواکو ته د جمهوري حکومتونو د ړنګولو يا په سياست کې د مداخلې په تور سزا نه ده ورکړل شوې او نه به ورکړل شي خو د هغه په خبره ، د پخوا برعکس اوس خلک په ډاګه پر هغو پوځي جرنېلانو نيوکې کوي چې په سياست کې د مداخلې تورونه ورباندې پوري شوي دي.

ډاکټر توصیف زیاتوي، له عمران خان سره د پاکستان د لومړې طبقې يوه برخه ولاړه ده. "دا وار معامله ډېره جدي ده، ځکه چې عمران خان د پنجاب د اشرافیې استازيتوب کوي نو په ايليټ (لوړه) طبقه کې دننه اختلافات پیدا شوي دي. دغه وجه ده چې د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د جنرل فیض حميد نوم په وار وار مخې ته راځي."

د مې د نهمې پېښو او له هغه وروسته د پاکستان په سیاسي میدان کې تر بدلونونو وروسته زیاتره خلک په ټولنيزو او مرکزي رسنيو کې پر دې بحثونه کوي چې عمران خان چا او ولې سياست ته راوستی دی؟ ځینې کسان واک ته د هغه د ګوند په رسولو کې پر ځینو پخوانيو پوځي مشرانو نیوکې کوي.

په اسلام اباد کې کارپوهه نسیم زهره وایي، په پوځ کې دننه د هغسې مسلو د حل لپاره نظام شته او که پر کوم پوځي چارواکي تورونه ولګېږي، نو د پوځي نظام له لارې ورته سزا ورکول کېږي.

نوموړې زياتوي، "خلک په باوري توګه پر دې خبرې کوي چې هغه چا عمران خان راوستی، نو له هغوی سره به څه کېږي او د دې په ځواب کې عموماً هم دا خبره کېږي چې د پوځ خپل داخلي د احتساب مېکانيزم دی او له هغې لارې پر خلکو مقدمې چلول کېږي."

د مې پر نهمه د عمران خان تر نیونې وروسته د مظاهرو په مهال پر پوځي تاسیساتو، پوځي یادګارونو، پوځي مجسمو، او دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې او ځينو ځایونو ته اور واچول شو.

دا راز د پاکستان پوځ د جون پر اوومه يو بيان کې د عمران خان نوم وا نه خیست خو ويې ویل چې د ریاست او ادارو پر ضد د بغاوت راپارولو د منصوبې جوړوونکو پر ضد د قانونې کاروایې د سختولو وخت رارسېدلی دی.

عمران خان ادعا کوي چې دا کار استخباراتي ادارو د دې لپاره کړی چې د هغه او د ګوند غړيو ګرفتارۍ ته لاره هواره شي. خو پوځ وايي له دوی سره ثبوتونه شته چې د تحريک انصاف مشرانو په همدغه ډول مظاهرې پلان کړې وې.

XS
SM
MD
LG