د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د افغانستان په اړه د بریتانیې او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې کوي.
نوموړي د جون پر پينځمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه به د جون له پينځمې تر نهمې په لندن او ابوظبۍ کې "په افغانستان کې د شريکو ګټو" په اړه د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.
نوموړي په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی.
وېسټ تر دې وړاندې په اپرېل مياشت کې قطر، متحده عربي اماراتو او ترکيې ته سفرونه کړي ول او هلته يې له افغان سیاسي مشرانو، سوداګرو، مدني فعالانو، خبريالانو، د بشردوستانه چارو له متخصصینو او د بشري حقونو له فعالانو سره سلا مشورې کړې وې.