د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سیمې د هېوادونو په سفر دی


ټام وېسټ په ۲۰۲۲ز کال کې هم د ترکيې په انقره کې د افغان ښځو د حقونو له فعالانو سره لیدلي ول.
ټام وېسټ په ۲۰۲۲ز کال کې هم د ترکيې په انقره کې د افغان ښځو د حقونو له فعالانو سره لیدلي ول.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ټام وېسټ د اپرېل له ۱۱مې څخه تر ۱۸مې په هغو هېوادونو کې کتنې کوي.

د خبرپاڼې له مخې، ټام وېسټ په دوحه کې د امريکا له قطري همکارانو، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو او د ملګرو ملتونو له استازو سره ګوري.

ټاکل شوې چې نوموړی وروسته په متحده عربي اماراتو کې له ځايي چارواکو، افغان سوداګرو او د نظر له خاوندانو سره ليده کاته وکړي.

په بیان کې راغلي، تر دې وروسته به ټام وېسټ په استنبول کې له افغان سیاسي مشرانو، خبريالانو، د بشردوستانه چارو له متخصصینو او د بشري حقونو له فعالانو سره سلا مشورې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، په سیمه کې د خلکو نظرونه غونډوي ځکه چې نړیواله ټولنه د افغانستان د پېچلو ننګونو (چیلېنجونو) لپاره د حل په لټه کې ده.

یاد وزارت زياتوي چې د طالبانو د وروستیو پرېکړو له امله په بشري چارو کې د ښځو د ګډون محدودول او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هغوی له حیاتي کاره منع کول په افغانستان کې ستونزې لا زياتې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG