د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت له پښتونخوا مېپ څخه جلا شوې ډله د ګوند له نوم او بیرغ کارولو منع کړې


له پښتونخوا ملي عوامي ګونده ایستل شویو مشرانو د خوشال خان کاکړ په مشرۍ کې د خپلې ډلې لپاره د هغه ګوند نوم او بیرغ کاراوه ـ پخوانی انځور
له پښتونخوا ملي عوامي ګونده ایستل شویو مشرانو د خوشال خان کاکړ په مشرۍ کې د خپلې ډلې لپاره د هغه ګوند نوم او بیرغ کاراوه ـ پخوانی انځور

د کوټې یو عدالت له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې مشرانو ته امر کړی چې نور دې د هغه ګوند نوم، بیرغ او نورې اړوندې نښې نه کاروي.

دا امر د کوټې د سېول عدالت جج د جون پر لومړۍ نېټه د هغې قضیې په د اوریدنې پر مهال وکړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عبدالقهار خان ودان پر درخواست پیل شوې وه.

ودان له یاد ګوند څخه د ایستل شويو مشرانو مختيار خان یوسفزي، رضا محمد رضا، نصرالله بړېڅ (زېري)، او خوشال خان کاکړ پر ضد عدالت ته شکایت کړی وو چې هغوی "په غيرقانوني توګه" د ګوند نوم کاروي.

عدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وويل له پښتونخوا مېپ څخه بېله ډله دې د پښتونخوا لايرز فورم (وکيلانو اتحاديه) او پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن (د زده کوونکو سازمان) نومونه هم نه کاروي. بل خوا د هغې ډلې مشرانو ته دا هم ويل شوي چې برېښنایي او چاپي رسنیو ته دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نامه څخه خبرپاڼې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال (۲۰۲۲ز) په نومبر کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ګوند د مرکزي کمېټۍ شاوخوا ۳۹کسان له ګوند څخه وایستل.

اڅکزي ویلي ول چې هغو مشرانو د ګوند له منشور او اساسي قانون څخه سرغړونه کړې وه نو ځکه یې عهدې او بنيادي غړيتوب ورختموي. له هغه وروسته یاد ګوند د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه په کوټه کې کانګره وکړه او نوي مشران او عهدېداران يې وټاکل.

بل پلو له ګوند څخه اېستل شویو مشرانو هم د ډېسېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په کوټه کې ورته غونډه وکړه او خوشال خان کاکړ یې د دوی په وینا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وټاکی. دغه بېله شوې ډله تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوم او بېرغ کاروي.

قهار ودان تر عدالتي پرېکړې وروسته د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم ورته پرېکړه کړې وه. "الېکشن کمېشن د دوی [بېلې شوې ډلې] دا کېس رد کړی وو او دوی ته یې وویل چې دا ستاسو د ګوند دننه ستونزې دي. تاسو د ګوند چېرمېن ته خواست کولی شئ او که تاسو بل ګوند جوړلی شی، هم سمه ده ګنې دا ګوند راجسټرډ دی او تاسو په دې کې حق نه لرئ."

د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ګوند څخه بېله شوې ډله لا هم ځانونه د هغه ګوند غړي ګڼي او د محمود خان اڅکزي له خوا له ګونده د هغوی د ایستلو پرېکړه ناقانونه بلي.

د هغې ډلې يو مخکښ رضا محمد رضا د کوټې عدالت د پرېکړې په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل چې هغوی وار له مخه دغه قضيه اسلام اباد های کورټ ته وړې ده.

هغه زیاته کړه، "موږ د بالا عدالت پابند یو، ښکته عدالت دا حق نه لري چې د اعلا عدالت په چارو کې دخل وکړي.

تر دې وړاندې د روان کال (۲۰۲۳ز) په جنورۍ مياشت کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر په توګه یاد کړی وو.

ياد کمېشن پاکستان تحريک انصاف د يوشمېر غړيو له استعفاګانو وروسته د جنورۍ په پای کې د قامي اسمبلۍ پر خالي شويو د ضمني انتخاباتو لپاره محمود خان اڅکزي ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند خپله انتخابي نخښه "ونه" يا "درخته" هم ورکړې وه، خو د بېلې شوې ډلې يو مخکښ نصرالله زېری يې د ازاد کانديد په توګه منلی وو او هغه ته يې د "ګل لاله" انتخابي نخښه ورکړې وه.

انتخاباتي کمېشن وروسته هغه انتخابات د عدالتي امر په رڼا کې وځنډول.

XS
SM
MD
LG