د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو د پاکستان تحريک انصاف صدر چودري پروېز الهي نيولی دی


پروېز الهي دا مهال د پاکستان تحريک انصاف صدر دی او دوه ځلې د پنجاب اعلا وزير پاتې شوی دی ــ پخوانی انځور
پروېز الهي دا مهال د پاکستان تحريک انصاف صدر دی او دوه ځلې د پنجاب اعلا وزير پاتې شوی دی ــ پخوانی انځور

په لاهور کې د درغليو مخنيوي څانګې پوليسو د پاکستان تحريک انصاف صدر چودري پروېز الهي نيولی دی.

پوليسو نوموړی د جون پر لومړۍ نېټه له خپل کور سره نېږدې هغه وخت ګرفتار کړ کله چې يې د لاهور له ګلبرګ سيمې څخه د وتلو هڅه کوله.

د پنجاب صوبې د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير رسنیو ته ویلي دي چې پروېز الهي د درغليو په يوه قضيه کې پوليسو ته مطلوب وو او د هغه په خبره نوموړي د تښتېدو هڅه کوله، چې ونيول شو.

بل خوا پروېز الهي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. نوموړي په دې لړ کې د عبوري ضمانت درخواست هم جمع کړی وو خو د درغليو مخنيوي عدالت هغه درخواست رد کړ ځکه د عدالت په وينا د ضمانت لپاره بايد ملزم خپله عدالت ته حاضر شي.

د درغليو مخنيوي څانګې د نوموړي د ګرفتاورلو لپاره پرله پسې د لټون عمليات کول. د پرويز الهي کورته تللې لارې هم له څو ورځو راهيسې پوليسو تړلې وې.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د جون پر لومړۍ نېټه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پر "انتهايي بې ځايه تورونو" د پروېز الهي نيول په "کلکه غندي".

بل خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې پروېز الهي د پنجاب د اعلا وزير په حيث اداري فساد کړی او د درغليو په يوشمېر معاملاتو کې ښکېل دی. هغه دا تورونه رد کړل چې ګنې پروېز الهي د تحريک انصاف پرېښودو لپاره د فشار په توګه نيول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG