د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنۍ: تر وژنې وړاندې پر اته کلنې ماریې جنسي تېری شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په لاهور کې د وژل شوې اته کلنې ماریه کورنۍ وايي چې په هغې تر وژنې وړاندې جنسي تیری هم شوی خو پولیسو یې په رپورټ کې یوازې د قتل مقدمه درج کړې ده.

د ماریه تره زیارت ګل وايي چې د خیبر پښتو مومندو ضلعې سره تعلق لري او د مزورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره یو ځای په لاهور کې مېشت دی. نوموړي په پولیسو تور پورې کړ چې په مقدمه کې د جنسي تیري نه شاملولو په ترڅ کې د ملزمانو سره نرمي کول غواړي.

زیارت ګل د ستمبر په اوله نېټه مشال رېډیو سره خبرو کې وویل چې دا پېښه د اګست په ۲۷ مه د لاهور ښار په مضافاتو (څنډو) کې د لامبلو د یو ډنډ یا سویمنګ پول په خوا کې هغه مهال شوې چې ماریه د خپل یو ماشوم ورور او خور سره د لامبلو لپاره ورغلې وه

هغه وايي:

"د ماریه ورور او خور په ډنډ کې لامبل پیل کړل او دې ورته انتظار کاوه. لږ وخت پس د بات روم اړخ ته لاړه. چې ورور او خور یې هلته له موجودو کسانو نه د ماریه پوښتنه وکړه نو هغوی ورته وویل چې هغه کورته تللې ده. دوی کور ته لاړل خو ماریه هلته هم نه وه نو واپس دې ټیوب ویل ته راغلل، دلته ورته بیا کسانو وویل چې هغه خو په اوبو کې مړه شوه."

زیارت ګل زیاتوي چې دوی د هسپتال له مرده خانې د ماریه مړی ترلاسه کړ چې په بدن یې د تشدد ښکاره نښې موجودې وې او دوی په دې نظر دي چې په هغې جنسي تیری هم شوی دی. د ماریه کورنۍ د دغه ټیوب ویل او سویمنګ پول د مالک علي رضا پر ضد د لاهور په مناوا تاڼه کې رپورټ هم درج کړی دی.

بلخوا د مناوا پولیس تاڼې چارواکي وايي چې په رپورټ کې نومول شوی تن یې نیولی دی او د پېښې پلټنې دوام لري. پولیسو دا تاثر هم رد کړ چې ګني دوی له ملزم سره څه ډول نرمي کوي. دا چې په دې مقدمه کې د جنسي زیاتي په اړه قانوني دفعه ولې نه ده شامله کړل شوې، د دې کیس د تحقیقاتو لپاره ځانګړي پولیس چارواکي سمیع الله زیغام د ستمبر په اوله نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې د پوسټ مارټم رپورټ غیر واضحه وو.

نوموړی وايي؛

"په دې لړ کې مونږ د کره او تفصیلي معلوماتو لپاره د مړي د ډي این اې نمونې لیبارټرۍ ته استولي، چې د نتیجې په راتللو به یې له درو تر څلورو اوونیو پورې وخت لګي، بیا به د هغې مطابق مخکې قانوني کاروايي کوو. دا راز د ماریه د وژنې په وخت هلته موجود ۱۰ تنه هم مونږ د مشکوکو کسانو په فهرست کې شامل کړي او د هغوی د ډي این اې نمونې مو هم لیبارټرۍ ته استولي دي."

بلخوا د ماشومانو د تحفظ لپاره کارکوونکی فعال عمران ټکر وايي چې په ماشومانو د جنسي تیري او د هغوی د وژنو د مخنیوي لپاره پکار ده چې میندې پلرونه، ټولنه او حکومت په ګډه کار وکړي.

هغه وړاندې وايي:

"د والدینو لاپرواهي او عدم توجو اولنۍ او لویه مسله ده. دویمه د ماشوم د پوهاوي او بیداري لپاره هم کار نه کېږي چې په داسې حالاتو کې به څه کوي؟ دریمه خبره دا ده چې د ماشومانو د تحفظ لپاره قوانین شته، ادارې هم جوړې شوې دي خو دوی زیاتره د پېښو وروسته اقداماتو ته توجو ورکوي. مونږ دا وایو چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره هم ډیر کار پکار دی."

که څه هم په پاکستان کې روان کال کې په ماشومانو د جنسي تشدد د پېښو کره شمېر معلوم نه دی خو د ماشومانو د تحفظ لپاره د کار کوونکې غیر حکومتي ادارې ساحل د ۲۰۲۱م کال په رپورټ کې راغلي چې د ماشومانو پر ضد د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د یادې ادارې د شمیرو ترمخه د دغه کال په اوږدو کې په ماشومانو د جنسي تشدد ۲۳۳ پېښې رپورټ شوي چې پکې ۹۲ ماشومان له جنسي تشدد وروسته وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG