د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پینډۍ پولیسو پر سدره تېری کوونکی نیولی


د ارشیف انځور کې وینئ چې خلک په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف مظاهره کوي
د ارشیف انځور کې وینئ چې خلک په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف مظاهره کوي

پراګ ـ پاکستاني پولیس وايي، په پينډۍ کې پر یوې اوه کلنې ماشومې خپل یو نږدې خپلوان جنسي تیری کړی او بیا يې هغه وژلې ده.

پولیس وايي دا پېښه د نومبر په ۲۲ مه په ډوک چودریان سیمه کې مخې ته راغلې ده او پر کومې ماشومې چې تېری شوی هغه افغان کډواله ده.

د هغوی په وینا د ماشومې جسد د کور په دالان کې موندل شوی او د شک په بنیاد د ماشومې ۱۸ کلن تره نیول شوی چې پخپل جرم یې اعتراف کړی دی.

په دې اړه د نومبر پر ۲۳مه د راولپنډۍ د پولیسو مشر رانا فیصل په سوشل میډیا په یو ویډیو پیغام کې وویل چې د پیښې په اړه يي پلټنې پیل کړي دي، او ذمه وارو ته به سخته سزا ورکول کېږي.

"زموږ د ایرپورټ تاڼې په حدودو کې ګلریز کالوني ده، چیرته چې یوه ماشومه سدره د دې دردناکې پیښې ښکار شوې ده. په هغې جنسي تیری شوی او بیا وژل شوې ده. پولیسو سمدلاسه کاروايي کړی ده او ملزم يې نیولی دی، کوم چې د هغې ماشومې نږدې خپلوان دی. اوس د شواهدو پلټنې کوو او مجرم ته به سخته سزا ورکوو."

تر دې وړاندې د پاکستان د نورو سیمو په شان په خیبر پښتونخوا کې هم د ماشومانو سره د زور زیاتي او د هغوی د وژنې پیښې مخې ته راغلې دي.

د بشري حقونو د ادارو په وېنا په پاکستان کې پر ماشومانو د زور زیاتي پیښې ډېرې شوي دي.

د ساحل په نوم د ماشومانو د حقونو یوې غیرسرکاري ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په په پاکستان کې په ۲۰۱۸ م کال کې ماشومانو سره د زورزیاتي په پیښو کې ۱۱ فیصده ډیروالی مخې ته راغلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې پر ماشومانو د تشدد د مخ په زیاتیدونکو پیښو تر شا څه دي؟ په دې اړه په اسلام اباد کې د ماشومانو د حقونو یو مدافع ارشد محمود وايي، دا یوه لویه ټولنیزه ولسي او اخلاقي ستونزه ده خو د هواري لپاره يي سم کار نه کیږي.

نوموړي د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل:

"داسې پېښې پخوا هم کېدې خو دومره به رسنیو ته نه ښکاره کېدې او یا به هم نه درج کېدې. دویمه دا ده چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات هېڅ هم نه کېږي. په دې اړه قوانین ډېر مخې ته راځي خو پر هغې عمل نه کېږي."

د نوموړي په وینا، هم دا ده چې پر ماشومانو جنسي تشدد هم کېږي او هغوی وژل کېږي هم.

روان کال د اپریل په ۲مه د غیرسرکاري ادارې ساحل له خوا په خپور شوي راپور کې راغلي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۸ م کال کې ۳۸۳۲ ماشومان د زور زیاتي ښکار شوي چې ۵۵ فیصده پکې وړې جینکۍ وې.

د ادارې په وینا دا یواځې هغه پیښې دي چې په اخبارونو کې يي راپورونه خپاره شوي دي او ماشومانو سره د زور زیاتي د پیښو اصل شمېره تر دې نوره هم ډیره کیدی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG