د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار پولیس وايي‌ پر یو ماشوم د جنسي تېري تور غلط ثابت شوی


د ماشوم ځورونې پرضد د احتجاج یو عکس
د ماشوم ځورونې پرضد د احتجاج یو عکس

پراګ - د خېبر پښتونخوا نوښار ضلعې پولیس وايي د اپریل پر ۲۰ مه به هغه نهه کلن ماشوم عدالت ته وړاندې کوي چې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی دی.

د پولیسو د وینا ترمخه د دوی پلټنو په ډاګه کړې چې دغه تور ناسم دی او کوم تن چې لګولی د هغه پرضد به قانوني کاروايي کوي.

د پبو ټانې پلټونکي افسر کفایت خان بیګا مشال راډیو ته وویل د اپریل په ۱۶ مه ورسره د ډاګۍ مهربان شاه رپورټ درج کړ چې د ده پر شپږ کلن ځوي سلمان، حماد حسین ولد احمد حسین جنسي تیری کړی دی.

کفایت خان وویل ، " د دغه ماشوم طبي معاینه وشوه او صفا وه، تورن ماشوم چې نهه کلن دی او په دریم جومات کې زدکړې کوي، د هغه طبي معاینه هم صفا راغله. تورن ماشوم نیول شوی او د مردان جېل ته استول شوی دی. د طبي رپورټ او زموږ د تحقیقاتو مطابق جنسي تیری نه دی شوی."

ده وویل چې اوس به د اپرېل پر ۲۰مه تورن ماشوم عدالت ته وړاندې کوي او له سرکاري وکېلانو به رایې اخلي چې د دروغو رپوټ درج کوونکي خلاف د دفعه ۱۸۲ مې تر مخه مقدمه ولیکي.

کفایت خان زیاتوي چې په دروغه رپوټ درج کوونکي ته د قانون د ۱۸۲ مې دفعې لاندې شپږ میاشتې قېد یا ۵۰۰۰ روپۍ جرمانه او یا قېد او جرمانه دواړه کېدای شي.

دا چې د ماشومانو د تحفظ لپاره د قانون بې ځایه استعمال د مخنیوي لپاره هم څه انتظام شته او که نه؟

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تحفظ حکومتي کمېشن مشر محمد اعجاز خان د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې په هره پېښه کې پر دې مسله نظر ساتي.

ده وویل ،چې د مقدمې فېصله کې درې څلور خبرې مهمې وي، اول ایف آيي آر، دویم تحقیقات، دریم د ډاکټر رپورټ او څلورم د پېښې ثبوت.

ده زیاته کړه ، "په داسې درغو کېسونو کې د ایف آيي آر نه علاوه څه نه وي نو دا په عدالت کې نه چلېږي خو بیا هم موږ پر دې نظر ساتو چې څوک د ماشومانو د تحفظ له قوانینو غلطه فایده وانخلي."

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی ارشد محمود وايي د نورو هېوادونو په نسبت په پاکستان کې د بېلا بېلو قوانینو منفي استعمال ډېر کېږي، پکار ده چې د دې پر ضد کوټلي ګامونه پورته شي.‌

ارشد محمود وویل ،‌ "په دې کې د پولیسو تحقیقات مهم رول لري او دروغ او رشتیا په ډاګه کړي. خو موږ له خپل عوام هم په دې پوهول پکار دي چې دا قوانین د ماشومانو د تحفظ لپاره جوړ شوي، د خلکو خلاف په دروغ سره د دې د استعمالولو نه دې ډډه وکړي."

د ارشد محمود په وینا ، دا لا بیا نور زیاتی دی چې هم دا قوانین د ماشومانو پر ضد استعمال شي.

په پاکستان کې په دې ورستیو کې په ماشومانو د جنسي تیري او وژنو پېښې زیاتې شوي دي چې د مخنیوي لپاره یې حکومت سخت قوانین جوړ کړي دي.

خو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي د دې ناجایزه استعمال به د هغو ماشومانو پر مقدمو هم منفي اغېز وکړي چې په حقیقت کې د جنسي تېري ښکار شوي وي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG