د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارلېمان سپکاوي ضد قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوې ده


د پاکستان پارلېمان غونډه - انځور له ارشيفه
د پاکستان پارلېمان غونډه - انځور له ارشيفه

د پاکستان په قامي اسمبلي کې د مې پر نهمه پارلېمان ته د سپکاوي مخنيوي په اړه قانوني مسوده وړاندې کړل شوې ده.

په مسوده کې د پارلېمان توهینونکي ته لږ تر لږه ۶ میاشتې بند او ۱۰ لاکه روپیو جرمانې سزا وړاندیز شوی دی. د قامي اسمبلي غړي او د قواعدو، ضوابطو او استحقاق کمېټې مشر رانا قاسم نون پارلېمان ته د سپکاوي ۲۰۲۳ز هغه بیل وړاندې کړ چې پکې راغلي چې سزا به د قامي اسمبلۍ سپېکر يا د سېنېټ مشر ورکوي.

په مسوده کې دا وړانديز هم شوی چې د قامي اسمبلۍ د ۱۲ حکومتي او ۱۲ حکومت مخالفه غړيو کمېټۍ دې جوړه کړل شي او هغه دې د شکاياتو تر جاج وروسته د قامي اسمبلۍ سپيکر يا د سېنېټ چېرمېن ته د سزا تجويز ورکړي. بيا وروسته به سپيکر يا چېرمېن د پارلېمان سپکاوي کوونکي کس ته د سزا اعلان کوي.

په جمهوري هېوادونو کې پارلېمان قانونه سازه اداره وي. د پاکستان پارلېمان دوه جرګې لري چې یوه یې قامي اسمبلي او دویمه یې سېنېټ بللی شي. د قامي اسمبلۍ غړي په عامو انتخاباتو کې د ولس لخوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کیږي.

پخوانی سنېټر صالح شا وایي، په پاکستان کې پارلېمان تر بلې هرې ادارې اوچت دی او غړي یې د ولس استازي دي نو ځکه خو پارلېمان ته سپکاوی، ولس ته سپکاوی دی. هغه د مې پر نهمه مشال راډیو سره په خبرو د هغې قانوني مسودې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: ''د عدالت توهین جرم دی، پارلیمنټ سوپر (تر ټولو اوچت) دی. د پارلیمنټ هم عزت او احترام دی. د دې سپکاوی هم باید جرم وي.''

په پاکستان کې عدالت ته د سپکاوي قانون وار له مخه موجود دی او عاملينو ته يې په بېلابېلو وختونو کې سزاګانې ورکول کېږي. خو د هغه هیواد پارلېمان ته په بېلا بېلو وختونو کې داسې الفاظ کارول شوي چې بیا ورباندې پارلېمان د غندنې قرادادونه منظور کړي خو په دې اړه، عدالت ته د سپکاوي په څېر قانون یا سزا نشته.

په مخکې وختونو کې پارلېمان ته ګوډاګی ویل، د پارلېمان مشر ته غل ویل او داسې نور اصطلاحات استعمال شوي دي. خو که نوې وړاندې شوې قانوني مسوده تر منظوریدو وروسته قانون شي، دغه نومونه اخیستل به د قانون له مخې منع کړل شوي دي. د قانون تر جوړېدو وروسته، به یوه کمېټي پارلېمان ته د سپکاوي او سزا په اړه پریکړه کولی شي.

قانون پوهان وایي پارلېمان قانون سازي کوي او چا ته سزا ورکول یې په واک کې نشته خو په نوي بل کې هغې نکتې ته پام نه دی شوی. د اسلام اباد هایکورټ وکیل اسدالله خان وایي، د قانون ترمخه د سزا ورکولو واک یوازې له عدالت سره دی. ''پارلیمنټ [د دې بل په ذریعه] کوشش کړی دی چې د عدالت په اختیاراتو کې کمی راولي او دا اختیار خپل ځان ته ورکړي''

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ترڅنګ هره صوبه خپله اسمبلي لري چې غړي هم د ولس په رایو متنخب کیږي. د سېنېټ غړي د قامي او صوبایي اسمبلۍ استازو لخوا ټاکل کیږي. دا راز که یوه قانوني مسوده که قامي اسمبلۍ منظوره کړي، هغه سېنیټ ته ځي او د هغې تر منظورۍ وروسته ولسمشر په هغې لاسلیک کوي او مسوده په قانون بدلیږي.

XS
SM
MD
LG