د لاسرسي ځای

د پاکستانواکمن ګوند مسلم ليګ نواز مخکښ او د قومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق ويلي، هغه ته ښکاري د حکومت پرضد لوی سازش روان دی او کېدای شي چې له حکومتي غړو د استعفاګانو غوښتنې وشي.

ایاز صادق د دسمبر پر ۱۳مه جیو نومي ټي وي ته وویل چې په تېرو دریو میاشتو کې چې څه وشول هغه جمهوریت ته سخت زیان رسولی او فکر نه کوي چې اسمبلۍ به خپله پنځه کاله اییني موده سر ته ورسوي.

خبریاله شنونکې ماروي سرمد وایي ، ځینې قوتونه غواړي چې په مارچ میاشت کې د سېنټ تر انتخاباتو وړاندې د مسلم لیګ نواز اکثریت ختم کړي او د دغې لپاره په مختلفو لارو کار روان دی.

دې وویل ،“ د فیض اباد د دهرنې وروستو دا یو خطرناک صورتحال پېدا شوی چې غیر جمهوري قوتونه د قامي اسمبلۍ غړیو نه په زوره د مستعفي کېدو غوښتنه کوي او بله دوی ته په غونډو کې د ګډون نه کولو هم وییل کیږي”.

ماروي سرمد وویل ، که چېرې د یوې صوبې اسمبلي هم ماته شوه نو د سېنټ انتخابات به نه کیږي.

نوموړې زیاته کړه چې “ زما د اطلاعاتو ترمخه سپیکر ایاز صادق ته د غلام بي بي بروانا استعفا ملاو شوې دهاو دا لومړۍ داسې استعفا ده نو که د قامي اسمبلۍ غړي په زیاته شمېره کې مستعفي شول بیا خو به قامي اسمبلۍ هم ماتوي.

د ماروي سرمد په وینا ، داسې هم امکان شته چې یو ګوډاګی حکومت جوړ کړل شي او هغه به تر څه وخته حکومت وکړي او بیا به د انتخاباتو اعلان وکړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف په لندن کې له رسنیو سره په خبرو کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې قومي اسمبلۍ یا حکومت به خپله قانوني موده پوره نه کړای شي.

د پاکستاني سېنټ پخوانی غړی او د سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک وایي د سپیکر ایاز صادق خبره پر ځای ده.

افراسیاب خټک وویل ،“ په تېرو دریو کالو کې داسې څه وشول چې هدف یي یوازې حکومت نه بلکې موجوده اییني نظام دی”.

د نوموړي په وینا ، ځینې قوتونه داسې شرایط پیدا کول غواړي چې انتخابات ونه شي او هغوی د خپلې خوښې یو نظام جوړ کړي او په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه راولي.

د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۱۷م کال د جولايي پر ۲۸مه نېټه وزیراعظم نواز شریف د پاناما اسنادو په مسله کې نااهله ګرځولی وو.

XS
SM
MD
LG