د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو حکومتي پلاوی د اسلام اباد په سفر دی


پاکستان وايي، امیر خان متقي په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي - پخوانی انځور.
پاکستان وايي، امیر خان متقي په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوی د مې له پینځمې د پاکستان په څلور ورځني سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر څلورمه په بیان کې ویلي دي چې په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او ټرانسپورټي چارو د وزارتونو نور چارواکي هم شامل دي.

په بیان کې راغلي دي چې متقي به په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث تر څنګ د چین-پاکستان-افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه مذاکراتو کې هم ګډون وکړي.

د بیان له مخې، د مې پر شپږمه په درې اړخیزه غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر چېن ګنګ هم ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG