د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ويرات کوهلي، ګوتم ګمبیر او نوين الحق لانجه ولې رامنځته شوه؟


ويرات کوهلي‌ د مې پر لومړۍ نېټه د ای پي اېل يوې کرکټ لوبې په دوران کې له مخالفو لوبغاړو سره تیزې خبرې کولې.
ويرات کوهلي‌ د مې پر لومړۍ نېټه د ای پي اېل يوې کرکټ لوبې په دوران کې له مخالفو لوبغاړو سره تیزې خبرې کولې.

د هند غوره ليګ ۲۰ اووره کرکټ سیاليو يا ای پي ايل کې لوبڅار (رېفري) د رایل چېلېنجرز بنګلور لوبغاړی ویرات کوهلي او د لکنو سوپر جاینټس روزونکی ګوتم ګمبیر د لوبې د فيس ۱۰۰ فیصده جريمه کړل.

د مې مياشتې پر لومړۍ نېټه، د ای پي ايل په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې سربېره د لکنو سوپر جاینټس لوبغاړی نوين الحق د لوبې د فیس ۵۰ فیصده جريمه شوی دی.

د ای پي ايل لوبڅارو (رېفریانو او امپایرانو) دغه لوبغاړي د سیالۍ له اصولو د سرغړونې او لانجې کولو له کبله جریمه کړي دي. په کرکټ کې لوبغاړو ته پر قرارداد سربېره، د هرې سیالۍ پيسې ورکول کېږي چې مېچ فیس ورته وايي.

جنجال له هغه وخته پيل شوی وو چې د لکنو سوپر جاینټس لوبډلې په ۱۷م اوور کې ويرات کوهلي له نوين الحق او اميت میشرا سره بحث وکړ. بیا چې کله لوبه ختمه شوه، د مخالفو ډلو لوبغاړو یو بل ته لاسونه ورکول نو د ټېلېويژن پر ښيښه ښکارېدل چې د ويرات کوهلي او نوين الحق ترمينځ بیا ناندرۍ وشوې.

لږ وروسته ښکاري‌ چې ګوتم ګمبیر او کوهلي هم له يو بل سره تېزې خبرې کوي. په ويډيو کې خبرې نه اورېدل کېږي خو ګمبیر او کوهلي د ۲۰۱۳ز کال په ای پي ايل سياليو کې هم له يو بل سره ناندرۍ کړې او جريمه شوې ول.

نوین الحق د افغانستان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی (بالر) دی. هغه د افغانستان اووم لوبغاړی دی چې د هند په غوره لیګ کرکټ سیالیو کې لوبېږي.

کوهلي او ګمبیر د هند مشهور ملي‌لوبغاړي پاتې شوې او دواړو په یوه لوبډله کې کلونه کلونه لوبې کړې دي. کوهلي اوس هم په ملي لوبډله کې دی خو ګمبیر ريټایرډ شوی دی. تر اوسه پورې دغو لوبډلو د سیالۍ پر وخت د شوې لانجې په اړه څه نه دي ويلي.

د مې په لومړۍ نېټه په لکنو ښار کې شوې دې سیالۍ کې رايل چېلېنجرز بنګلور په ۲۰ اوورنو کې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۶ منډې جوړې کړې وي. لکنو سوپر جاینټس دا هدف پوره نه شو کړای او ټول لوبغاړي یې په ۲۰م اوور کې د ۱۰۸ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

سږ کال په ای پي اېل سیاليو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي. تر اوسه په شويو لوبو کې لکنو سوپر جاینټس په درېيم او رايل چيلنجرز بنګلور پر پينځم نمبر دي. د مارچ پر ۳۱مه د پيل شويو دې سیاليو فاینل يا پایلوبه به د مې پر ۲۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG