د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ممبۍ د ګجرات په بریا کې نور احمد او راشد خان ښه وځلیدل


د اپريل پر ۲۵مه، راشد خان، نور احمد لکڼوال او وريدامان ساحا د مخالفې لوبډلې يوه ويکټ اخیستل لمانځي.
د اپريل پر ۲۵مه، راشد خان، نور احمد لکڼوال او وريدامان ساحا د مخالفې لوبډلې يوه ويکټ اخیستل لمانځي.

د هندغوره لیګ (ای پي ایل) ۲۰ اووره کرکټ سیاليو کې ګجرات ټايټنز، ممبۍ انډينز ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

د اپريل پر ۲۵مه په احمد اباد کې شوې دې سیالۍ کې، ګجرات تایټنز په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۰۷ منډې جوړې کړي وي. خو ممبۍ انډينز لوبډله د دې هدف په پوره کولو بریالۍ نه شوه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۵۲ منډې جوړې کړي.

په دې سیالۍ کې دوو افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد لکڼوال هم د ګجرات په بریا کې مهم رول ولوباوه. نور احمد لکڼوال درې او راشد خان دوه لوبغاړي اوټ کړل.

البته د لوبې غوره جایزه د ګجرات ټايټنز ابيناو منوهر ته ورکړل شوه. هغه پر ۲۱ بالونو ۴۲ منډې جوړې کړې وي.

راشدخان په روانو سیالیو کې تر اوسه ټولې ۱۴ ویکټې اخیستي چې له بل هر بالر (توپ اچوونکي) زیاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG