د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممبۍ انډیېنز په هند کې د ښځو کرکټ غوره ليګ جام وګاټه


د ممبۍ انډیېنز لوبغاړې د جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي
د ممبۍ انډیېنز لوبغاړې د جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي

په هند کې د ښځو کرکټ غوره ليګ سیاليوو (انډيین پرېميیر لیګ یا ای پي اېل) په پايلوبه کې ممبۍ انډيېنز دهلي کيپېټلز ته ماتې ورکړه او جام یې وګاټه.

د مارچ پر ۲۶مه شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ دهلي کيپيټلز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړي. د ممبۍ لوبډلې دا هدف په اخري اوور کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ.

د ممبۍ انډيېنز نیټ سکيويېر برنټ ۶۰ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړې جایزه یې واخیسته. د لوبلړۍ تر ټولو ښه لوبغاړې، د ممبۍ انډيېنز هيلي ميتيوز انتخاب شوه. هغې په ټول ټورنمنت کې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او ۱۶ ويکټې یې اخیستې وې.

دا سیالۍ د مارچ پر څلورمه پيل شوې وې.

په هند کې د سړیو ۲۰ اووره کرکټ غوره ليګ (انډيین پرېميیر لیګ یا ای پي اېل) له ۲۰۰۸ کال راهیسې کېږي. دا لومړی ځل دی چې په ورته شکل د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په لوبغاړو مشتمل د ښځو غوره لیګ هم وشو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG