د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان: د ګجرات ټايټنز بریا د سخت محنت نتیجه وه


راشد خان وویل خوشاله دی چې د اتلې لوبډلې غړی وو - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د هند غوره ليګ (ای پي اېل) د ګجرات ټایټنز لوبډلې مرستیال کپتان راشد خان ویلي دي چې په سیالیو کې یې بریا د "سخت محنت پایله" وه.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۹مه تر هغې وروسته وکړه چې ګجرات ټایټنز، راجستان رایلز ته د ای پي اېل په پایلوبه کې ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۲ز کال د ای پي اېل فاینل د ګجرات په احمداباد کې په نرېندرا مودي سټيډيیم کې وشو.

فاينل ته د ګجرات لوبډلې په رسولو کې افغان لوبغاړي د راشد خان ښه بالينګ هم رول درلود. هغه تر پايلوبې وروسته رسنيو ته وويل چې ډېر خوښ دی چې د اتلې لوبډلې برخه دی.

راجستان رایلز لومړی بېټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړي. ګجرات لوبډلې دا هدف د دريو لوبغاړو په اوټ کېدو په ۱۹م اورو کې پوره کړ.

د اتلې لوبډلې، مشر هرديک پانډيا د ښه بالېنګ او بېټينګ له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د ټورنامنټ د ښه لوبغاړي جايزه د راجستان رايلز جاس بټلر ته ورکړل شوه چې په دې سیاليو کې یې ۸۶۳ رنز کړي ول.

XS
SM
MD
LG