د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د کرکټ په ۲۰ اووره سیاليو کې په څلورم ځل هيټرېک وکړ


 راشد خان د لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.
راشد خان د لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

افغان لوبغاړي راشد خان د هند غوره ليګ (ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیاليو کې په درو پرله پسې بالونو درې لوبغاړي وسوځول.

د ګجرات ټايټنز لوبغاړي راشد خان دا هيټريک د اپرېل پر نهمه د کولکته نایټ رایډرز پر وړاندې وکړ. هغه په دې سیالۍ کې د هردېک پانډيا په نه موجوديت کې د خپلې لوبډلې مشري هم کوله.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۳۷ مندې ورکړي او درې لوبغاړي یې وسوځول. هغه په خپل څلورم اوور کې په لومړي بال اندرې رسل په دويم بال سنيل ناراين او په درېيم بال شاردول ټاکر وسوځول.

دا په ۲۰ اووریزو سیاليو کې د راشد خان څلورم هيټرېک وو. هغه يو هيټرېک په نړيوالو لوبو کې د ايرلينډ په خلاف کړی وو. همداراز یې د اسټراليا په بېګ بیش او کريبیین ۲۰ اووره سیالیو کې هم هيټرېکونه کړي ول.

خو د راشد خان پر هیټرېک سربېره د هغه لوبډلې سیالي و نه شوه ګټلای.

په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ ګجرات ټايټنز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د څلور لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۰۴ منډې وکړي. کولکته نایټ رايډرز دا هدف تر يوې سختې سیالۍ وروسته په اخري اوور کې پوره کړ.

کولکته نايټ رايډرز ته په اخري اوور کې د ګټلو لپاره ۲۹ رنز پاتې ول. د ګجرات له خوا بالېنګ یش دايال کاوه. په لومړي بال امېش يادو يوه منډه وکړه. په پاتې ټولو پينځو بالونو رينکو سېنګ شپږيزې ووهلې او سیالي یې وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG