د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سوډانه ۹۷ نور پاکستانيان خپل هېواد ته ورسېدل


په دې تصویر کې د چين په مرسته له سوډانه سعودي عرب ته رسېدلي پاکستانيان ښکاريږ انځور د اپريل ۲۸مې دی.
په دې تصویر کې د چين په مرسته له سوډانه سعودي عرب ته رسېدلي پاکستانيان ښکاريږ انځور د اپريل ۲۸مې دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له سوډان څخه یې ۹۷ نور پاکستانیان کراچۍ ته رسولي دي.

وزارت د اپریل پر ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې د سوډان پورټ څخه د پاکستانیانو وړلو دا درېمه مرحله وه. وزارت زیاته کړې چې په سوډان کې د ایسارو خپلو نورو وګړويو د ایستلو چارې هم دوام لري.

د پاکستان بهرنیوو چارو وزرات د اپرېل په ۲۸مه ویلي ول چې له سوډانه یې ۱۴۹ پاکستانيانو لومړنۍ ډله په خوندي توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمخه، په سوډان کې د هغوی سفارت هغه سمندري ښار ته د خلکو د رسېدو اسانتیاوې برابروي. له دې ښاره د بېلابېلو هېوادونو وګړي په کښتيوو کې نيږدي هېوادونو او بیا خپلو سمو ته ځي.

له سوډانه د خلکو د ايستلو لوی عمليات سعودي عرب پرمخ وړي. د سعودي بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۸مه ویلي ول چي چې هغوی له سوډانه یې ۱۱۹ سعودیانو په ګډون د ۷۸ هېوادونو ۲،۷۹۶ وګړي جدې ښار ته رسولي چې يو شمېر پاکستانيان او افغانان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او "چټک غبرګون ځواک" ترمينځ نښتې د اپرېل له ۱۵مې روانې دي. د پوځ مشري عبدالفتاح البرهان پر غاړه لري او د چټک غبرګون ځواک مشر محمد حمدان دقلو دی. ملګرو ملتونو د دواړو غاړو ترمنځ د مذاکراتو له لارې د اوربند غږ کړدی خو تر اوسه جنګ نه دی ودرېدلی.

د سوډان حکومت غوښتل چې د چټک غبرګون ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی انکار وکړ چې ورسره سم د دواړو لوريو ترمینځ نښتې پيل شوې. د نښتو وروسته، هند، امريکا، جرمني، جاپان، جنوبي کوريا، اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو خپل وګړي او چارواکي د سوډان له پلازمېنې، خرطوم څخه ایستلي او یا یې د ايستلو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG