د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پوځیانو له خرطوم څخه د خپل سفارت کارکوونکي ایستلي دي


د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۱۵مه خونړۍ نښتې پیل شوې.
د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۱۵مه خونړۍ نښتې پیل شوې.

امریکايي پوځيانو د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه د خپل سفارت چارواکي ایستلي دي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۲۳مه سهار وختي پر ټوېټر لیکلي دي چې خپلو پوځیانو ته یې د دې کار کولو امر په سوډان کې خرابېدونکي حالت ته په کتو کړی دی.

په سوډان کې له یوې اوونۍ راهیسې په روانو نښتو کې د سلګونه ملکي وګړو تر وژنې وروسته یوشمېر هېوادونو د اپرېل پر ۲۲مه له هغه هېواده خپل وګړي وایستل.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اپرېل پر ۲۱مه وویل، په سوډان کې د روانې جګړې پر مهال ټول ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۳،۵۵۱ تنه ژوبل شوي دي.

اخوا د سوډان هوايي ځواکونو په خرطوم کې پر نیمه پوځي ملېشنو بمبارۍ کړې دي.

په هغه هېواد کې نښتې د اپرېل پر ۱۵مه تر هغه وروسته پیل شوې چې د پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او د پوځ پرضد یې جګړه پیل کړه. د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواک مشر محمد حمدان دقلو دی.

په ۲۰۲۱ز کال کې په سوډان کې تر پوځي کودتا وروسته پرېکړه شوې وه چې وسلوالې ډلې او ملېشې به په پوځ ورګډېږي او بیا به واک ولسي چارواکو ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه خواوې د اختر په ورځو کې پر ۷۲ ساعته اوربند سلا شوې خو پر دې سربېره د اپرېل پر ۲۱مه په خرطوم کې نښتې او ډزې وشوې.

د جګړې له کبله ګڼ خلک د پلازمېنې خرطوم په بېلابېلو برخو کې بند پاتې دي. د دواړو لوریو ترمینځ په نښتو کې د پلازمېنې هوايي ډګر په بیا بیا په نښه شوی دی او د ښار ډېری اوسېدونکي نه دي توانېدلي چې یا خپل کورونه پرېږدي او یا هم خوندي سیمو ته ولاړ شي.

ملګرو ملتونو او یوشمېر هېوادونو د جګړې له دواړو لوریو غوښتي دي چې د اوربند درناوی وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG